انرېچ نوج او رباډا له ډهلي لوبډلې سره یو ځای شول، خو له لومړۍ لوبې بهر شول | خبریال

انرېچ نوج او رباډا له ډهلي لوبډلې سره یو ځای شول، خو له لومړۍ لوبې بهر شول

 

د رسنیو د راپورنو له مخې چې د سویلې افریقا کریکټ ملي لوبډلې دوه تېز بالران له ډهلي کپټلز لوبډلې سره یو ځای شول خو له بلې خوا ویل کېږي، چې دا دواړه لوبغاړي به د ای پي ایل سیالیو لومړۍ لوبه له لاسه ورکړې.

انرېچ نوج او کاګېسو رباډا هغه دوه تېز توپ اچوونکي دي، چې تازه له ډهلي کپټلز لوبډلې سره نن د اپرېل په شپږمه نېټه یو ځای شول دا دوه لوبغاړي اوس مهال د هندوستان په ممبۍ کې دي او په اووه ورځنې بند باندې محکوم دي.

کله چې دغو دواړو لوبغاړو د بند موده بشپړه کړه نو له هغې وروسته دا دواړه لوبغاړي کولی شي چې له خپلې لوبډلې سره سیالیو کې یو ځای برخه واخلي. د یادولو وړ ده، چې انرېچ نوج او کاګېسو رباډا دواړه د پاکستان پر وړاندې د جنوبې افریقا کریکټ ټیم برخه ول.

د پاکستان او جنوبې افریقا ترمنځ تر اوسه پورې دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې دي، چې یوه یې پاکستان او بله یې جنوبې افریقا کریکټ ټیم په خپلې بریا سره پاېته رسولې ده، خو په وروستۍ او درېمه یوه ورځنۍ لوبه کې به انرېچ نوج او رباډا د لوبډلې برخه ونه اوسي.

تمه ده چې ډهلي کپټلز لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره ترسره کړې، چې پکې به د جنوبې افریقا کریکټ ټیم دا دواړه لوبغاړي ونه اوسي.

د یادولو وړ ده، چې ډهلي کپټلز لوبډلې دا لوبغاړي تېر کال هم لوبولي وه او سږ کال یې هم له ځانه سره ساتلي دي، ځکه چې دغو دواړو بالرانو د ډهلي کپټلز لپاره مهم او کلیدي رول ادا کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ