د چینای لوبډلې اجرایوي رئیس د معین علي په اړه راپورنه رد کړل | خبریال

د چینای لوبډلې اجرایوي رئیس د معین علي په اړه راپورنه رد کړل

چینای سوپر کېنکز لوبډلې هغه راپورنه رد کړل چې څو ورځې وړاندې هندي رسنیو خپاره کړې وه او پکې یې لیکلې وه، چې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له چینای سوپر کېنګز لوبډلې غوښتنه کړې ده چې د هغه پر لباس دې د الکولو لوګو نه لګوي او د هغه له لباس څخه دې دا لوګو لرې کړې.

خو په ورته مهال د چینای سوپر کېنګز لوبډلې اجرایوي رئیس کاسي وشوانتان دا راپورنه رد کړې دي او زیاته کړه، چې معین علي هېڅ داسې غوښتنه نه ده کړې.

د چینای لوبډلې اجرایوي رئیس انډین ایکسپرېس سره په خبرو کې وویل، دوی غلط شوې دي او هېچا هم دا خبره نه ده راپورته کړې. هندي رسنیو څو ورځې وړاندې خپلو راپورنو کې دا هم ویلي وه، چې چینای لوبډلې هم له معین علي سره موافقه کړې ده.

خو د چینای لوبډلې اجرایوي رئیس کاسي وشوانتان بیا په دې اړه داسې وویل: ((په دې اړه نه لوبغاړي او نه هم حتی مونږ خبرې کړې او نه د داسې کومې لوګو لرې کولو غوښتنه شوې ده.)) د یادولو وړ ده، چې معین علي یو مسلکي مسلمان کریکټر لوبغاړی دی او نوموړی نه په خپلې لوبډلې کې او نه هم په تجارتي لیګونو کې د شرابو یا الکولو لوګو په خپل لباس نه لګوي.

معین تېر کال د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې برخه وه، خو سږ کال بیا د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري په ۷ کروړه وپېرل شو. معین علي د ایم ایس ډوهني تر کیپتانۍ لاندې لوبو کولو ته لیواله دی او نوموړی به سږ کال د ډوهني تر کیپتانۍ لاندې ولوبېږي.

د یادولو وړ ده، چې هندوستان تجارتي کریکټ لیګ به د روانې اونۍ په لړ کې پیل شي (د اپرېل په نهمه نېټه) به دغه لیګ پیل شي. په دې لیګ کې اته لوبډلې سنراېزر حېدراباد، راجستان راېلز، راېل چلېنجرز بنګلور، ممبۍ انډیانز، چینای سوپر کېنګز، ډهلي کپتلز او کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې شاملې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ