آکاش چوپړا د ار سي بي لوبډلې لپاره خپل ۱۱ کسېز نوملړ په ډاګه کړ | خبریال

آکاش چوپړا د ار سي بي لوبډلې لپاره خپل ۱۱ کسېز نوملړ په ډاګه کړ

 

کرېکبال: آکاش چوپړا چې په هندوستان غوره لیګ کې د بیلابیلو لوبډلو نوملړونه غوره کوي او بیا یې خپروي، تازه یې دا ځل د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ۱۱ کسېز سکواډ جوړ کړی دی او د خپلې خوښې لوبډله یې جوړه کړې ده.

دا چې دا کومه لوبډله ده، د دغې لیکنې په دوام به یې معلومات درسره شریکه کړو. د اکاش چوپړا له لوري په خپور شوې نوملړ کې بهرني او کورني لوبغاړي دواړه شامل دي.

اکاش چوپړا د پیل لپاره توپ وهنې ته ډویډ پډیکال او خپله لوبډلمشر وېرات کوهلي غوره کړی دی په درېم نمبر کې یې بیا نوموتي هندوستاني لوبغاړي راجت پاتدار په لوبډله کې ځای ورکړی دی.

په څلورم نمبر کې یې بیا د جنوبې افریقا خطرناک توپ وهوونکي ای بي ډویلیرز ته موقعې ورکړې ده او په پنځم نمبر یې توپ وهنه کې بیا د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې ټول چارې لوبغاړي ګلېن میکسویل ته چانس ورکړی دی، مکسویل ته سږ کال په ار سي بي لوبډله کې د لوبېدو موقعه ورکړل شوه نوموړی له دې وړاندې د پنجاب لوبډلې برخه وه.

چوپړا همدغه راز په شپږم نمبر د توپ وهنې لپاره اسټرالیاوی ډینیل کرسچین غوره کړی دی. د اکاش چوپړا له لوري اعلان شوې لوبډله کې هندوستانی واشنګټن سنډر په اووم پوزیشن او د نیوزیلینډ تېز توپ اچوونکي کایل جیمېسن ته په اتم مقام کې د توپ وهنې چانس ورکړل شوی دی.

همدغه راز آکاش چوپړا په خپلې اعلان شوې لوبډله کې د هندوستان سټار سپینر توپ اچوونکي یوزویندر چاهل ته په ۹ نمبر او محمد سراج ته په ۱۰ نمبر کې د توپ وهنې موقعې برابره کړې ده، خو په ۱۱ نمبر کې بیا هندوستانی نویدیپ سینی شامل دی.

د اکاش چوپړا له لوري د ار سي بي لوبډلې مکمل نوملړ په لاندې ډول دی:

ویرات کوهلي (لوبډلمشر) ، دیوودت پډیکال ، رجت پاتدار ، ای بي ډویلیرز ، ګلېن میکسویل ، ډینیل کرسچین ، واشنګټن سندر ، کایل جیمېسن ، یوزویندر چاهل ، محمد سراج او نویدیپ سینی شامل لوبغاړي دي.

 

د یادونې وړ ده، چې ار سي بي لوبډلې تر دې دمه یو ځل هم د آی پی ایل لقب نه دی ګټلی. ټاکل شوې ده چې د آی پی ایل څوارلسم پړاوو به د اپرېل له ۹ مې نیټې څخه پیل شي چې راېل چلېنجرز بنګلور (RCB) لوبډله به له ممبۍ انډیانز لوبډلې سره مخ شي، ممبۍ لوبډله هغه لوبډله ده چې نورو لوبډلو ته نسبت یې زیات د ای پي ایل سرلیکونه یې ګټلې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ