د بنګلور لوبډلې لپاره بد خبر | خبریال

د بنګلور لوبډلې لپاره بد خبر

کرېکبال: د هند سوداګرېز کریکټ لیګ له پیلیدو مخکې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لپاره بد خبر راغلو ویل کېږي، د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې کلیدي لوبغاړی ډینیل سمس په کرونا اخته شوی دی او د ټیست پایله یې مثبته راغلي ده.

راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی ډینیل سمس د کرونا ناروغۍ پر وړاندې مثبته ازموینه ورکړې ده، سمس سږ کال په ای پي ایل سیالیو کې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې برخه وه.

دا د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې دوهم لوبغاړی دی، چې په کرونا ویروس د اخته کېدو خبر یې ورکول کېږي له دې وړاندې ډویډ پډیکال هم مثبته ازموینه ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ډینیل سمس د اپرېل په درېمه نېټه چینای ته رسېدلی وه او د ټیسټ پایله یې منفې راغلي وه، خو نن چهارشنبه د نوموړي د ټیسټ دوهمه پایله مثبته وښودل شوه او قرنطین شو.

بنګلور لوبډلې هم تائید کړې ده چې د دوی مهم لوبغاړی کرونا شوی دی او اوس مهال نوموړی قرنطین دی او د دوی د طبي ټیم تر څارنې لاندې دی، دغه لوبډله زیاتوي چې ډینیل سمس اوس مهال د بي سي سي ای له لوري د ټاکل شوو پروتوکولونو پابند دی.

ار سي بي به لومړۍ لوبه د اپرېل په نهمه نېټه له ممبۍ انډیانز لوبډلې سره ترسره کړې او دوهمه لوبه به بیا د اپرېل په ۱۴ مه نېټه ترسره کړې چې په دې لوبه کې به هم سمس ونه اوسېږي.

په پام کې ده، چې سمس به په لس ورځنې یا هم نهه ورځنې بند باندې محکوم وي او له هغې وروسته به بله ازموینه کوي کله یې چې پایله منفې راغله نو له هغې وروسته به نوموړی له لوبډلې سره یو ځای شي.

د یادونې وړ ده چې سمس په دې وروستیو کې په بیګ باش لیګ کې هم خورا په زړه پورې فعالیت ترسره کړی وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ