د بنګالۍ لیکوالې او جوفرا ارچر ترمنځ د ټولنېزو رسنیو جنګ! | خبریال

د بنګالۍ لیکوالې او جوفرا ارچر ترمنځ د ټولنېزو رسنیو جنګ!

 

د کریکټ په نړۍ کې له تیرې ورځې راهیسې د انګلیستاني مسلمان لوبغاړي معین علي په اړه تاوده بحثونه روان دي، دا بحثونه وروسته له هغې رامینځته شول چې بنګله دېشۍ لیکوالې تسلیمه نصرین په خپل ټوېټر اکاونټ باندې لیکلې وه، که چیرې معین علي کریکټر نه وه نو نوموړی به سوریې ته تللی وه او داعش ډلې غړی به وه.

خو د نوموړي یاد ټویټ له ګڼو انتقادونو سره مخ شو او د کریکټ په نړۍ کې د ډېرو لوبغاړو توندو غبرګونونو ښکار شو.

جوفرا ارچر چې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې نوموتی تېز توپ اچوونکی دی د تسلیمه نصرین یاد ټوېټ ته په ځواب کې یې لیکلې دي، چې تاسو ښه یاست؟ فکر نه کوم چې تاسو ښه اوسئ. د دې ترڅنګ نورو کریکټرانو هم ورته څرګندونې کړې دي.

خو له یو څه وخت وروسته بنګالۍ لیکوالې خپل ټوېټ له ټوېټر څخه پاک کړ او په بل ټوېټ کې یې بیا لیکلې دي، چې خلک غواړي ما پدې ټوېټونو سره تعصب کړې او زما ټوېټ یې د اسلامي ارشاداتو په چوکاټ کې برعکس یا خلاف کار یاد کړی دی.

خو د نوموړې دغه ټوېت ته ارچر هم غلی پاتې نه شو په ځواب کې یې ورته بېرته ولېکل: ((د څه شي پیغور؟هیڅوک په هغه پسې (معین علي) مسخرې نشي کولی ان تاسو هم. تاسو کولی شئ چې خپل ټوېټ بېرته حذف یا پاک کړئ.))

د راپورنو له مخې چې له تسلیمه نصرین څخه به په دې اړه په جدي توګه پلټنه وشي چې نوموړي ولې او د څه شې په موخه د معین علي په اړه یاد ټوېټ وکړ. خو تر دې دمه پورې معین علي په دې اړه کوم غبرګون ندی څرګند کړی.

له بلې خوا په خپله تسلیمه نصرین هم مینه والو ته په دې اړه بشپړ وضاحت نه دی کړی چې له یاد ټوېت څخه یې موخه څه وه. خو دا به وروسته څرګنده شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ