سکندر رضا د پاکستان خلاف سیالیو څخه بهر شو | خبریال

سکندر رضا د پاکستان خلاف سیالیو څخه بهر شو

کرېکبال: د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی کریکټر لوبغاړی سکندر رضا د پاکستان خلاف راتلوونکو سیالیو څخه وویستل شو نوموړی د عملیاتو له وجې د پاکستان پر وړاندې له لوبو څخه بهر شو.

سکندر رضا تېره اونۍ د ښي لاس عملیات ترسره کړل او خبر یې ورکړ چې د نوموړي عملیات په بریا سره پاېته ورسېدل. مګر هغه به ونه شي کولی چې د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې برخه واخلي.

رضا د دې ترڅنګ ویلي دي، چې عملیات یې له نېکمرغه په ښه شکل سره خلاص شو او اوس مهال خپلو تمریناتو ته هم را ګرځېدلی دی خو نوموړی زیاتوي، چې په تمریناتو کې له خورا احتیاط څخه کار اخلي په ډېر ارامه توګه خپل تمرین کوي.

په پام کې ده، چې زمبابوې او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ سیالیو سیرېز ترسره شي، چې د سیالیو پیل به د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ له شل اورېزو سیالیو څخه وشي.

لومړۍ شل اورېزه لوبه به د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ د روانې اپرېل میاشتې په ۲۱ مه نېټه ترسره شي. چې د شل اورېزو سیالیو لړۍ به تر ۲۵ مې نیټې پورې دوام وکړې.

له هغې وروسته به د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ سیالیو لړۍ پیل شي چې شاو خوا د مۍ میاشتې تر اوومې نیټې پورې به دوام وکړې.

د یادولو وړ ده، چې پاکستان کریکټ ملي لوبډله اوس مهال له جنوبې افریقا کریکټ ټیم سره پر لوبو بوخته ده او نن د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ یوه ورځینۍ سیالۍ هم دوام لري چې پکې پاکستان کریکټ ټیم د توپ وهنې لپاره ډګر ته ښکته شوی دی.

له دې وړاندې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ دوه پنځوس اوریزې لوبې ترسره شوې وې، چې په یوې کې پاکستان د درې ویکېټو په توپېر بریا خپله کړه او په دوهمه لوبه کې کوربه سویلې افریقا بریا خپله کړه. ننۍ لوبه د دواړو کریکټ لوبډلو لپاره برخلیک ټاکوونکي سیالۍ ده او هر یوې لوبډلې چې سیالۍ وګټله نو د یو ورځینو لوبو جام به هم په خپل نوم کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ