د شاداب تشه څوک ډکوي؟ | خبریال

د شاداب تشه څوک ډکوي؟

کریکبال ویبپاڼه/ تمه ده چې زمبابوې او پاکستان د روانې میاشتي اپریل پر ۲۱ نېټه د شل اوریزه لوبو یو سریز ترسره کړي چې په دې کې به ټپي شاداب نه وي.
اوس راپورونه وايي چې د دې شل اوریزه لوبو لپاره د شاداب پرځای سپینر توپ اچوونکی زاهد محمود غوره سوی چې د شاداب خان ځای به ډکوي
زاهد یو له اوو اضافي لوبغاړو څخه و چې د سویلي افریقا سیریز څخه دمخه په ملي کمپ کې برخه اخیستې وه او بیا په زیمبابوې کې یوازې د ټیسټ لپاره غوره سوی و.
د پاکستان ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د سهیلي افریقا سره په شل اوریزه سیالۍ کې د بیټینګ پر مهال زخمي سوی وو.
د شاداب نه شتون کې د زاهد بخت کار وکړ او د زمبابوې په وړاندې د شل اوریز سیالیو برخه سوه، زاهد یوازي یوه نړیواله لوبه د پآکستان لپاره د سهیلي افریقا په وړاندې کړې چې پکښي يې درې لوبغاړي سوځولي وو.

شاداب له سهیلي افریقا سره لوبو کې د زنګون ټپ ولیده

کله چې شاداب خان ژوبل سو نو له هغه وروسته زاهد ته چانس ورکول کیږي شاداب خان د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ستر ګوزار ترلاسه کړ او د لوبډلې سټار الراونډر لوبغاړی شاداب خان یې د زنګون ټپ له امله له پاتې سیالیو څخه لاسه ورکړ. نوموړی به د جنوبې افریقا پر وړاندې وروستۍ او درېمه یو ورځنۍ سیالۍ کې ونه لوبېږي.

شاداب خان به همدغه راز د جنوبې افریقا پر وړاندې شل اوریزې سیالۍ هم له لاسه ورکړې. د پاکستان کریکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د دوی پیاوړی لیګ سپینر الراونډر لوبغاړی شاداب خان د زنګون ټپ له کبله له پاتې سیالیو څخه بهر شو.

دغه بورډ همدغه شان زیاته کړه، چې شاداب خان به لږ تر لږه تر څلورو اونیو پورې استراحت وکړې. د پاکستان د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې، چې شاداب خان اوس مهال د درملنې لاندې دی او ډېر ژر به نوموړی رک رمټ شي.

تر دې دمه پورې دغه بورډ دا لا نه ده څرګنده کړې، چې نوموړی به له لوبډلې سره پاتې شي او که یا هم کور ته بېرته راستون شي. د یادولو وړ ده، چې د پاکستان او سویلې افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ به درېمه یوه ورځنۍ (پنځوس اورېزه) سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په اوومه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ