د کریکټ نړیوالې شورا خبرداری هندوستان ته! | خبریال

د کریکټ نړیوالې شورا خبرداری هندوستان ته!

 

په پام کې ده چې شل اورېز نړیوال جام سږ کال د هندوستان په کوربتوب ترسره شي، خو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس څپې خورا په چټکۍ سره روانې دي او وړمه ورځ پکې له یو لاکو څخه زیات کسان په دغه هېواد کې په کرونا ویروس ککړ وموندل شول.

نو له همدې کبله په یاد هېواد کې د کرونا د نویو پيښو زیاتیدو سره یو ځل بیا دا ویره رامینځته شوې ده، چې د راتلونکي نړیوال شل اورېز جام سیالۍ ونه ځنډیږي. له بل پلوه بیا د کریکټ نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی دی، که چیرې هند د نړیوال شل اورېز جام کوربتوب ترسره نه شو کړای نو دوی ورته «بیک اپ» پلان لري.

د کریکټ نړیوالې شورا یو غړي د خبرې کنفرانس پر مهال وویل، چې دوی به بیا دغه جام له هند هېواد څخه په کوم بل هېواد کې تنظیم کړې او نړیوال جام به ترسره کړې. ټاکل شوې ده چې نړیوال جام سږ کال په هندوستان کې ترسره شي، چې شاو خوا پیلیدو ته یې شپږ میاشتې پاتې دي.

مګر د کریکټ نړیواله کمیټه په دې اند ده، که چیرې په هندوستان هېواد کې حالات ښه نشي نو دوی به خپل شل اورېز نړیوال جام بیا په کوم بل هېواد کې وکړې. له بلې خوا د هندوستان د کریکټ کنټرول اداره (بي سي سي ای) هم هڅه کوي، چې حالت کنټرول کړې او د نړیوال جام پر وړاندې هېڅ داسې خنډ پرېنږدي چې د دغه جام د لغوه کېدو یا ځنډېدو لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱ م کال نړیوال شل اورېز جام به د مهال ویش له مخې د اکتوبر او نومبر میاشتو ترمنځ په هندوستان هېواد کې ترسره شي.

هېره دې نه وې چې تېر کال شل اورېز نړیوال جام د کووېډ ـ ۱۹ ویروس له کبله وځنډول شو او ترسره نه شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ