تر ای پي ایله یوازي یوه ورځ | خبریال

تر ای پي ایله یوازي یوه ورځ

کریکبال ویبپاڼه/ یوازي یوه ورځ لا انتظار شته چې ای پي ایل د هند غوره لیک کرکټ سیالۍ پیل سي چې ښايي ډيری کسان ورته ډير انتظار کوي.
خو له بده مرغه لاهم په نړۍ کې کرونا هغه څه دي چې دا لوبې يې بې خونده کړې دا لوبې یوه ورځ وروسته د هند ممبيې کې د تړلو دروازو شاته پیل سي.
چلنج به څه وي؟
کرکټ د شور او ځوږ لوبه ده لیدونکي کتوونکی باید په ډګر کې حاضر وي خپله لوبډله او لوبغاړي تشویق کړي خوسږ کال د انسانانو شور او خوند یوځل بیا کرونا له دې غوره لیګ څخه اخیستی.
ای پي ایل لیګ د نړۍ په کچه د کرکټ برخه کې خورا زیات مینوال لري په عامیانه لحجه ویلای سو چې حتی افغانانو ته هم ای پي ایل خورا په زړه پوري دی.
د اپریل پر ۹ یعنی سبا به د ای پي ایل اته غوره ټیمونه یو د بل په مقابل کې د ای پي ایل سږ کال لوبلړۍ پیل کړي.
د هند په دې غوره لیګ سیالیو کې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ درې افغان لوبغاړي هم لوبیږي چې درې واړه په یو لوبډله سنرایزر حیدر اباد کې دي.
ښايي سږ کال همدا حیدراباد د افغانانو لوبډلې په نوم هم وپیژندل سي، ځکه چې درې واړه افغان لوبغاړي چې له یوه ښه نړیوال نوم څخه برخمن دي په دې لوبډله کې شتون لري.
د دې لیګ په هکله بیلابیل اندونه او فکرونه موجود دي د انګلستان د لوبډلې پخواني لوبډل مشر مایکل وان عجبه وړاندوینه کړې هغه ویلي ممبيي اندینیز به د ای پي ایل ۱۴ پړاو سیالیو اتله هم سي.
ښاغلي ان ویلي د ای پي ایل ۱۴ پړا وو، به ممبيي لوبډله د شپږم ځل لپاره ګټي .خو کچیري دوی څه ستونزې موجودي سي نو سنرایز به یې وګټي

سبابه د هند غوره لیک سیالیو لومړۍ لوبه کیږی په دې لیګ کې محمدنبي، راشد خان، او مجیب الرحمن د سنرایز حیداباد لوبډلې سره لوبیږي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ