ويراټ کوهلي، سږکال اې پې ايل زموږ دی. | خبریال

ويراټ کوهلي، سږکال اې پې ايل زموږ دی.

کريکبال ويبپاڼه: د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی توپوهونکی او د هندوستان په سوداګريز ليګ کې د رويال چلينجرز بنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايې، سږکال اې پې ايل زموږ دی.

ويراټ کوهلي په دې هيله دی ترڅو سږکال اې پې ايل په خپل نوم کړي.

د بنګلور لوبډلمشر زياتوي، چې سږکال يې د اې پې ايل د ګټلو او په خپل نوم کولو لپاره ډيري تېارياني نيولي دي او دده ترڅنګ د بنګلور لوبډلي نورو لوبغاړو هم زيات تمرينونه او زحمتونه شروع کړي.

هغه زياتوي چې هرکال د هندوستان سوداګريز ليګ کې د رويال چلينجرز بنګلور لوبډلي سره د نړۍ د پياوړو لوبډلو پياوړي لوبغاړي لوبيږي خو د بدقسمت له کبله نه دي توانيدلي چې اې پې ايل يوځل هم په خپل نوم کړي.

کوهلي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې په لوبه کې ګټل او بايلل شته او يوه لوبډله په دې بريالۍ کيږي چې لوبه وګټي او ليګ په خپل نوم کړي چې سږکال زموږ د زحمتونو په ارزښت سره به دغه ګټوونکي لوبډله هم زموږ وي.

د رويال چلينجرز بنګلور لوبډله چې د ۲۰۰۸ز کال راهيسې د هندوستان په سوداګريز ليګ کې لوبيږي او لوبډلمشر يې هم ويراټ کوهلي دي.

د ۲۰۰۸ز کال راهيسې ۳ ځله تر پای لوبې يې ځان رسولی خو نه ده توانيدلې چې دغه ستر ليګ يوځل هم په خپل نوم کړي.

رويال چلنيجرز لوبډله په ۲۰۰۹ز کال کې د ډيکن چارجرز لوبډلي سره پای لوبې ته لار ومونده خو ونه توانيده چې د هندوستان سوداګريز ليګ په خپل نوم کړي.

همدارنګه د رويال چلينجرز بنګلور لوبډله په ۲۰۱۱ز کال کې هم پای لوبې ته لار ومونده او د چينای سوپر کينګز لوبډلې سره يې پای لوبه ولوبوله خو په دې کال هم ونه توانيدله چې اې پې ايل په خپل نوم کړي.

د رويال چلينجرز لوبډلې وروستی ځل په ۲۰۱۶ز کال کې هم د هندوستان سوداګريز ليګ پای لوبې ته لار ومونده خو د سنرايزر حيدراباد لوبډلې ترې پای لوبه وګټله.

رويال چلينجرز لوبډله د هندوستان د سوداګريز ليګ يو له پياوړو لوبډلو څخه ده خو د ۲۰۰۸ز کال راهيسې په دې نه ده توانيدلي چې اې پې ايل په خپل نوم کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ