خوست کې د کمال خان بند په ویاړ لوبه | خبریال

خوست کې د کمال خان بند په ویاړ لوبه

کریکبال ویبپاڼه/ تر دې وړاندې هم د کمال خان بند د پرانستې په ویاړ د افغانستان د ملي ټیم د لوبغاړو په ګډون څلور شل اوریزه لوبې ترسره سوې وې چې نن به یې پنځمه په خوست کې ترسره سي.

له خوسته تازه حال دا دی چې دې لوبې ته راتلوونکي خوست خورا زیات او دا مهال د لوبې ډګر د کرکټ له مینوال په پوره پیمانه ډک دی.

د دې لوبې پچه د غني بابا د اوبو ساتونکې لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه، د دې لوبډلې کفتان رحمن الله ګربز دی او نور ورسره اکبر علي، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، شراف الدین اشرف، افتاب عالم، قیس احمد،فضل نیازی، یوسف ځاځی، ننګیالی خروټی، حسیب الله لکڼوال، ضیاالرحمن شریفي، رحمان الله ځدراڼ او داسې نور لوبغاړي دي.

همدارنګه د کمالخان ډیم ډیویلپرز لوبډلې کفتان ګل بدین نایب دی او نور ورسره سمیع الله شنیواری، عثمان غنی، شهزاد، حشمت الله شهیدي، وفادار مومند، خلیل ګوربز، عثمان غني، ظارخان، امیر حمزه هوتک، سیدا احمد شیرزاد. اکرام علی خیل، عبدالرحمن، فرمان الله ساپی، یمین احمدزی، نثار وحدت دي.

تراوسه پوري خوست میشتي لا هم را روان دي او غواړي په پوره جم او جوش سره د دې لوبې ننداره له نژدې وکړي.

وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي وو، چې د کمال خان بند د پرانستې په ویاړ به یوه شل اوریزه لوبه د خوست ولایت کې هم ترسره سي
جزیات وایي چې د دې لوبې دوه لوبډلو لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړی رحمن الله ګوربز او ګلبدین نایب د لوبډل مشرانو په توګه ټاکل سوي دي.
تر دې وړاندې د کمال خان بند په ویاړ څلور او دا به یې پنځمه لوبه وي چې ترسره کیږی په مالوماتو کې ویل سوی چې دا ځل د لوبډلو نومونه بدل سوي دي.
د لوبډلو نومونه کمالخان ډیم ډیویلپرز، چې مشري يې نایب او غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډله چې مشري يې ګوربز کوی د نایب په لوبډله کې لوبیدونکي لوبغاړي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ