ار سي پي هند غوره په خپله بریا پيل کړ | خبریال

ار سي پي هند غوره په خپله بریا پيل کړ

کریکبال ویبپاڼه/ رایل چیلینجرز بنګلور لوبډلې د قهرمان مدافع لوبډلې ممبيي انډینز ته په ماتې ورکول سره هم ای پي ایل او هم خپل لوب لړۍ پيل کړه.
ویرات کوهلي زیات خوشحاله وو، بنګلور لوبډلې په دوه ویکټو وتوانیده چې په خپلې لومړۍ سیالي کې ممبيي ته ماتي ورکړي.
په دې لوبه کې د بنګلور لوبډلې ځوا لوبغاړی هارشیل پټيل ډیر ښه و ځلید او د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول او په دې سره ممبيي بنګلور ته تسلیم او لوبه يې ورته پرېښوده.
د بنګلور له لوري داسې قوي پيل نورو لوبډلو ته ښکاره د خطر زنګ کیدلای سي او لیري نه ده چې نورې لوبې به هم وګټي خو د یوه لوبغاړي ښه لوبیدل اړین دي.
ځوان لوبغاړي هارشیل ټول حیران کړل هغه لومړی فولارډ او کونال پانډیا له مخې لیري کړل چې د ممبيي لوبډلې هیله او په اصطلاح ملا يې ورته ماته کړه او بیا یې هم خپلې ځواکمني دندې ته دوام ورکړ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ