د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلي د ډيرو لوبو ګټلو ستر ريکارډ! | خبریال

د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلي د ډيرو لوبو ګټلو ستر ريکارډ!

کريکبال وېبپاڼه- د اسټراليا کرکټ ښځينه ملي لوبډلي د نيوزلينډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلي څخه د ۳ يو ورځينو لوبو په ګټلو سره وکولی شول چې د کرکټ په نړۍ کې ستر ريکارډ جوړ کړي.

اسټراليا او نيوزلينډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان زيږديز کال په ۴ نيټه د ۳ يو ورځينو لوبو سېرېز پيل شو چې د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلي وکولی شول سېرېز په خپل ګټه ۳-۰ نيوزلينډ کرکټ ملي لوبډلي ته ماتې ورکړي.

د اسټراليا او نيوزلينډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د يو ورځينو لوبو سېرېز نن د ۲۰۲۱ز کال د اپريل د مياشتي په ۱۰ نيټه د اسټراليا په ګټه ۳-۰ پای ته ورسيد.

د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلي چې وروستي ۲۴ يو ورځينۍ کومې لوبي کړي دي ټولي يې ګټلي دي.

د پرله پسې ۲۴ يو ورځينو لوبو ګټلو دا ستر نړيوال ريکارډ د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلي د خپلو وروستيو ۲۴ پرله پسې يو ورځينو لوبو په ګټلو سره جوړ کړ.

د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په نړۍ کې يو له پياوړو لوبډلو څخه ده چې څو ځله يې نړيوال جام هم ګټلی دی.

همداراز د اسټراليا د ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي هم ډير پياوړې دي او همدا علت دی چې د غوره لوبغاړو په درلودو سره د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډله هروخت برياوې ترلاسه کوي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ