مجیب نبي راشد، نن د کوم یوه چانس دی؟ | خبریال

مجیب نبي راشد، نن د کوم یوه چانس دی؟

کریکبال ویبپاڼه/ د ای پي ایل دریمه لوبه نن ترسره کیږي چې نن به سنرایز له کلکتې سره لوبه لري چې په سنرایز کې درې افغان لوبغاړي چې سپین بالینګ کوي هم شتون لري.
د حیدر اباد که هره لوبه وي نو افغان لوبغاړو نبي، راشد او مجیب ته چلنج دا دی چې څوک به ټاکل کیږي؟
نن به هم همدا خبره وي ستاسو په اند څوک به ننۍ لوبه کې شتون ولري حیدر اباد لوبډلې د دریو افغان لوبغاړو په ګډون نور هم غوره هندي او بهرني لوبغاړي په صف کې ناست دي.
راشد خان خو له وړاندې په دې لوبډله کې ځان اړین او مهم ځای جوړ کړی خو نبي او مجیب به څه کوی؟ ایا دوی به هم ولوبیږي تر ډیره بریده داسې فکر کیږي چې دوی دوه واړو ته به کوم چانس نه وي
کلکته سږ کال د دینش کارتیک په مشرۍ نه بلکي ایون مورګن په مشري له سنرایز سره د ۱۴خپلې لومړۍ او د ای پي ایل دریمې لوبې ته ډګر ته ځي، خو دا چې چانس له چا سره یاري وکړي هغه د لوبډلو په ښه لوبه پوري اړه لري.
د نبي او مجیب په اړه نظریه داده چې د لوبیدلو چانس يې ډیر کم دی ځکه تیر کال په ۱۳ فصل کې تاسو ولیدل چې مجیب ته کنګز الیون پنجاب او نبي ته حیدر اباد د ډیرو لوبو د لوبولو چانس نه دی ورکړی دا چې سږکال دوی ټول په یوه ټیم کې دي او داسې ښکاري لکه مشر چې يې راشد وي نو داسې نه ښکاري چې زیات د لوبیدلو چانس دي ولري.
سږ کال سنرایزر د یو شمېر مبصرینو له انده له ممبيي انډینز څخه وروسته ښايي د ای پي ایل لوبو د اتلولي مدافعه وي خو دا یوازي یوه نظریه ده دا چې د لوبې په ډګر کې څه پیښږي دا به له لوبې څخه مالومه سي.
په دې لوبه کې د کلکتې لپاره مورګن او سنرایز لپاره ډیوډیډ وارنر لوبډلمشري کوي د اي پي ای لومړۍ لوبه چې د قهرمانې ممبيي انډینز او بنګلور ترمنځ وه، بنګلور خپل پیل په بریا او ممبيي په ماتي سره وکړ.
خو افغانان چې سنرایز اوس د خپلې لوبډلې په نوم هم پيژني هیله ترې لري چې ټولو افغان لوبغاړو ته په لوبو کې چانس ورکړي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ