حيدراباد اې پې ايل له ماتې سره پيل کړ! | خبریال

حيدراباد اې پې ايل له ماتې سره پيل کړ!

کریکبال وېبپاڼه : د هندوستان غوره لیګ يا ipl په درېیمه لوبه کې حیدراباد د کلکتي لوبډلې سره مخ شو.

چې د لوبې ټاس يا پچه د حیدراباد لوبډلې وګټه او د توپ اچوني پریکړه یې وکړه او د کلکتي لوبډلي ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.

د کلکتي لوبډلي په ټاکلو شل اورونو کي د نیتش رانا د ٨٠ منډو او د راهول تریپاتی ٥٣ منډو په مرسته د حیدراباد لوبډلې ته د ١٨٧منډو هدف د شپږو ویکتو دلاسه ورکولو سره په شل اورونو کي ورکړه.

د حیدراباد لپاره د توپ اچوونې په برخه کي دوه افغان لوبغاړو راشد خان په څلورو اورونو کې د ٢٤ منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړي.

بل افغان لوبغاړي محمد نبي هم په څلورو اورونو کې ٣٢ منډو په ورکولو سره د حیدراباد لپاره ښه توپ اچونه وکړه.

حیدراباد لوبډلي په شلو اورونو کي د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ١٧٧ منډي وکړي.

د حیدراباد لپاره په توپ وهنه کي جوني بايرېسټو ٥٥ منډې او منیش پندي د ٦١ منډو په ترسره کولو سره د حیدراباد لپاره ښه وځلیدل.

خو ونه شو کولي چي حپله لوبډله بریا ته ورسوي چې په دې سره حیدراباد خپله لومړۍ لوبه کلکتي لوبډلي ته وبايلله.

که څه هم د سنرايزر حيدراباد او کلکتي لوبډلي د اې پې ايل پياوړې لوبډلي دي خو ګټل او بايلل په لوبه لازمې وي يو لوبډله به يې ګټي او بله به يې بايلي.

سنرايرز حيدراباد لوبډلي  سره سږکال ۳ افغان لوبغاړي هو يو راشد خان محمد نبي او مجيب الرحمن لوبيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ