د کرکټ په نړۍ کې د ډيرو سليزو ريکارډ د چا دى؟ | خبریال

د کرکټ په نړۍ کې د ډيرو سليزو ريکارډ د چا دى؟

کريکبال ويبپاڼه/تاسو به د کرکټ لوبغاړو په هکله ډیر اوریدلي وي څوک پنځوسیزي او څوک سلیزې وهي خو په دې لیکنه کې تاسو ته هغه لوبغاړي در پيژنو چې په روانه پیړۍ يې زیاتي سلیزې وهلې وي

هغه لوبغاړي چې په يویشتمه پيړۍ کې يې تر ټولو ډيري سليزی د نړۍ په سطحه ترسره کړى دى. هغه لوغاړي چې له  2000 م کال څخه وروسته  د کرکټ ميدان ته راغلي دي. او په دې پیړۍ کې يې ریکارډونه جوړ کړي.

هغه لوبغاړي اوس هم کرکټ ډګرونو کې لوبیږي چې  له جملى څخه چې په ټوله نړۍ کې يې ډيري سليزي ترسره کړى. همدارنګه د ملي لوبډلې لپاره کورنۍ کرکټ په دي کې نه شميرل کيږى، په دغه ليست کې صرف  پنځه لوبغاړي د نړۍ په سطحه راخيستل سوي دي. په دغه لوبغاړو کې يو مسلمان لوبغاړي هاشم املا  هم شامل دي.

هغه لوبغاړى چې په 21 تمه پيړۍ کې يې تر ټولو ډيري سليزى د نړۍ په سطحه ترسره کړې:

د هندستان هېواد څخه ويرات کولي په 482 لوبو کې 70 سليزي

د سريلنکا هېواد څخه سنګکارا په647 لوبو کې 63 سليزي

د اسټراليا هېواد څخه ريکي پونټيتګ په 504 لوبو کې 58 سليزي

د جنوبى افريقا هېواد څخه مسلمان لوبغاړي هاشم امله په 437 لوبو کې 55 سليزې

د جنوبي افريقا بل لوبغاړي جيک کيلس په 435 لوبو کې 50 سليزی

۲۱ پیړۍ خو روانه ده نو غم مه کوئ د کرکټ د پرمخت دې حالت کې به مو انشاالله چې یو وخت یو افغانی لوبغاړی هم زیات سوی وي څو کلونه وړاندې موږ هیڅ لوبډله نه درلوده خو اوس له نیکه مرغه د نړۍ په کچه تکړه او ځوانه لوبډله لرو او لوبغاړي مو د نړۍ  په لویو لیګونو کې لوبیږي وبه ګورو چې څه کیږي؟

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ