د پاکستان سوپرلیک پاتي سیالۍ | خبریال

د پاکستان سوپرلیک پاتي سیالۍ

کریکبال ویبپاڼه/ د پاکستان سوپر لیک چې موده وړاندې پيل سو، څو لوبې يې ترسره او بیرته له دې امله چې یو لوبغاړی په کرونا ککړ سو وځنډید خو اوس يې د پاتي لوبو سره نېته په ډاګه سوه.
د پاکستان کرکټ بورډ په خپله تازه اعلامیه کې ویلي د پي ایس ایل پاتي سیالۍ به د جون میاشتي په لومړۍ نېټه پیل سي او له دې نېټې وروسته به دوام وکړي.
د مي میاشت کې به مسؤلین او لوبغاړي د یوې اونۍ لپاره قرنطین وي او له ډاډ تر لاسه کولو وروسته به درې ورځې تمریناتي لوبې کوي او دجون په لومړۍ نېټه به دا لوبې چې پاتي دي پيل کیږي .
تراوسه پوري دا پریکړه نه ده سوې چې ایا د لوبو له پيل سره سم به لوبغالي ته نندارچیان اجازه ولري یا نه خو وړاندې تر دې چې سیالۍ پیل سوې وي لومړیو کې شل او بیا ۵۰ سلنه نندارچیانو لوبغالي ته د تلو اجازه درلوده تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دا پریکړه به څنګه سي؟
خو په وروستیو کې کرونا پاکستان سخت وځاپه او داسې ښکاري چې د خلکو له تمجوو به حتمن مخنیوی کوي ځکه هره ورځ په دې هېواد کې کرونا ناروغي زرګونه کسان نیسي او سلګونه وژني تراوسه پوري د کرونا په وړاندې پاکستاني دولت د مخنیوي کوم اقدامات نه دي کړي.
د پاکستان په دې لیګ کې ډیری افغاني لوبغاړي هم لوبیږي چې پر مهال يې له ځانه ښې کارکردګۍ هم ښودلې دي اوس مهال د هند غوره لیک روان دی او په کښي درې افغان لوبغاړي لوبیږي

افغان لوبغاړي دا مهال د خپل ښه نوم له امله د نړۍ په لویو او مشهورو لیګونو کې لوبیږي او په کومو لوبډلو کې چې افغان لوبغاړي شتون ولري نو هغه لوبډله یوه پیاوړې لوبډله شمېرل کیږي بیګ باش ای پي ایل سي پي ایل او دنړۍ نور داسې غوره لیګونه سته چې افغان لوبغاړي دا  مهال پکشي لوبې کړې

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ