پنجاب لوبډلي اې پې ايل له بريا سره پيل کړ | خبریال

پنجاب لوبډلي اې پې ايل له بريا سره پيل کړ

کریکبال وېبپاڼه: پنجاب لوبډلي د يوي جالبې لوبي وروسته راجستان لوبډلي ته ماتې ورکړه.

د هندوستان غوره لیګ څلورمه لوبه د پنجاب کینکز او راجستان رایلز ترمنځ ترسره شوه .
راجستان د ټاس په کټلو سره توپ اچونه غوره کړه او پنجاب کیکنز ته یي د توپ وهني بلنه ورکړه.

پنجاب کیکنز په شلو اورونو کي د کی ایل راهول د ٩١ منډو او د کریس ګیل د ٤٠ منډو په مرسته ٢٢١ منډې وکړې.

دراجستان رایلز لپاره چیټن شکاریا ٣ او کریس موریس ٢ ویکټې ترلاسه کړې.

که څه هم راجستان پیلز توپ وهونکي ښه ونه ځلیده .

ځکه بین سټوکس په صفر او منن ورا په دولسو منډو وسوځید.

خو لوبډلمشر سنجوسمن د پنجاب کیکنز بالران سخت وټکول، نوموړي په ٦٣ توپونو د ٧ شپږیزو او ١٢ څلوریزو په مرسته ١٩٩ منډي وکړي خو لوبه یی په د ٤ منډو په توپیر پنجاب کیکنز ته وبایلله.

سمسون د هندوستان په غوره ليګ یا أی پي یل کي د راجستان لوبډلي لپاره ٢٠٠٠منډي پوره کړي .

همدارنګه په یاده لوبه کي پنجاب لوبډلي ټولي ١٣ شپيږیزې او ١٨ څلوریزې ووهلې ،چي ټولي ٣١ بونډریاني ووهلي .

د راجستان لوبډلي ١١ شپږيزې ٢٢څلوریزې ولوبولې چی ټولي ٤٣ بونډریاني ووهلي. او دواړو لوبډلو په دي لوبه کي څلوراویا بونډریاني ووهلي .

هغه لوبغاړي چي زیاتي منډي ترسره کړي خو بیا یی هم لوبه نه وي کټلې .

په ٢٠١٨ کي ریشاپ پینټ د ډیلي لوبډلي لپاره د حیدراباد په وړاندي ١٢٨ ناسوځیدلي منډي جوړي کړې.

په ٢٠٢١ کې سمسون ١١٩ منډې وکړي خو لوبډله يې بري ته ونه شوه رسولای.

همدارنګه د یاد لیګ په دوام نن ماښام شپږ بجي ممبي انډیز د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندي د ياد ليګ پنځمه لوبه ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ