کريکبال ويبپاڼه/ د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام پرون په څلورمه لوبه کې پنجاب کینګز لوبډلې راجستان رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه پنجاب کینګز لوبډلې ورکړه د شپږو لوبغاړو په زیان يې ۲۲۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۲۲۲ منډو لوى هدف په مخ کې کېښود. د پنجاب لپاره ډیپک هوډا ۶۴ کرېس ګېل ۴۰ او کېل راهول د پنځه سترو شپږیزو او اوو څلوریزو پر مټ په ۵۰ توپونو باندې ۹۱ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.
د راجستان له لوري راهول ټیواټیا یوه، کرېس مورېس دوه او چیتان ساکاریا درې لوبغاړي له مخې پورته کړل.
په دوهمه پانۍ کې که څه هم راجستان ته سنجو سمسن د اوو شپږیزو او دولس څلوریزو په وهلو سره ۱۱۹ منډې جوړې کړې، خو ګټه يې ونه کړه دا ځکه چې لوبډلې يې د څلورو منډو په توپیر ماتې وخوړه. د پنجاب له لوري ریچارډسن ، میرډیټ یوه یوه ، محمد شامي دوه او ارشدیپ سینګ درې لوبغاړي وسوځول.
یاده دې وي چې د همدغو سیالیو په پنځه لوبه کې نن ماښام شپږ نيمې بجې KKR له ممبۍ لوبډلې سره سیالۍ کوى
د هند غوره ليګ سيالۍ چې څو ورځې وړاندې پيل سوې تراوسه پکې پنځه لوبې سوې دي
اوسمهال پولې لوبډلې کوښښ کوي تر څو په ښه ډول ولوبیږي او ځان تر يوې کچې ورسوي که څه لوبی دي خو بايد هره لوبډله يې وګټي او ځان ته د راتلوونکي لپاره ښه ځای پيدا کړي
هند غوره ليګ تيړ کال ممبيي انډينز ګټلی وو سږ کال هم همدا نظريه ده چې ممبيي به دا قهرماني يوځل بيا ګټي