د نولس کلنو راتلونکی نړیوال جام | خبریال

د نولس کلنو راتلونکی نړیوال جام

کریکبال ویبپاڼه: د نولس کلنو راتلونکی نړیوال جام په ٢٠٢٢ کې په ویسټ انډیز کې ترسره کيږي .

په یاد نړیوال جام کي د افغانستان په ګډون به پکي ١٦ لوبډلې ولوبيږي.

دا به څوارلسم پړاو نړیوال جام وي.

د نولس کلنو لوبډلو لپاره تراوسه نړیوال شل اوریز جام نه دي ترسره شوی او ټول جامونه پنځوس اوریزه ترسره شوي،او هر دوه کاله وروسته ترسره کيږي.

په دي نړیوال جام کي د افغانستان په ګډون استرلیا، پاکستان ، بنګله دیش ، ویسټ انډیز ،سویلي افریقا ، زمبابوي ، سریلانکا ، نیوزیلنډ ،هندوستان ،او انګلستان لوبډلې شاملي دي او پنځه نوري لوبډلې به غوراوی کوي.

د افغان کرکت بورډ غوراوي کميټه او د لوبډلې انتخاب

که څه هم د نړیوال جام مخکي لوبي یا سریزونه ترسره کیږي.

خو افغان کرکت بورډ ته پکار دي چي د ویسټ انډیز نړیوال جام لپاره داسي لوبډله انتخاب کړي ، چي هم د فسټ بالینګ له پلوه او هم تيز او چټک توپ وهونکې ولري.

مطلب دا چي داسي توپ وهونکي باید مونږ ولرو چي په چټکو ویشتن ځایونو کي تیز وي ،ښه توپ وهنه پري کولې شي او چټک بالران وټکوي.

ځکه چي د ویسټ انډیز هوا او ویشتن ځایونه نسبت اسیایی پیچونو ته تیز دي، او باید وړ لوبغاړي ورته انتخاب شي.

تیر ٢٠٢٠ کال د نولس کلنو ورلدګپ په سویلي افريفا کې ترسره شوو. یاد ورلد ګپ د جنوري د ١٧ نه تر فبروري تر ٩ پوري دوام وکړ.

او همدارنګه یاد ٢٠٢٠ کال ورلد ګپ بنګله دیش لوبډلي هندوستان لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره یاد ټورنمنت په خپل نوم کړ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ