راشد خان ونه شو کولی چې د مارچ غوره لوبغاړی شې | خبریال

راشد خان ونه شو کولی چې د مارچ غوره لوبغاړی شې

کریکبال وېبپاڼه: د هندوستان تکړه میډیوم فسټ بالر بونیشر کومار د کرکت د نړیوالې شورا له لورې د مارچ میاشتې غوره لوبغاړې ونومول شو.

د کرکت د نړیوالې شورا له لورې په داسي حال کي د مارچ میاشتې د غوره لوبغاړې ایوارډ بونیشر کومار ته ورکړ. چي یاد ایوارډ ته د افغانستان لخوا راشد خان او د زمبابوي لوبډلمشر ویلمسن هم نوماندان و.

که څه هم راشد خان ١٧ ویکټې ترلاسه کړې وي او بونيشر کومار ٦ ویکټي ترلاسه کړې وي.

د ښځينه لوبغاړو څخه د افریقا ښځینه لوبغاړې لیز لي د کرکت نړیوالې شورا له لورې د مارچ میاشتې غوره لوبغاړې ونومول شوه.

بونیشر کومار په کال ١٩٩٠ د فبرورې په ٥ نيټه زیږیدلي دی.

بونیشر کومار د هندوستان لوبډلې لپاره په ټولو فارمټونو کې لوبه ترسره کوي.

بونيشر کومار خپله لومړني ټیست لوبه د استرالیه هیواد پر وړاندې په کال ٢٠١٣ کې ترسره کړه . او تر واسه پورې يي د هندوستان هیواد لپاره ٢١ ټیسټ لوبې ترسره کړې.

همدارنګه بونیشر کومار خپله لومړنې یو ورځنې لوبه په کال ٢٠١٢ کې د پاکستان هیواد پر وړاندې ترسره کړه. بونیشر کومار دهندوستان هیواد لپاره ١٧٧ یو ورځني لوبې ترسره کړې دې.

بونیشر کومار لومړنې شل اوریزه لوبه په ٢٠١٢ د ډیسمبر د میاشتې په ٢٥ نیټه ترسره کړه. او تراوسه پورې یي د هندوستان هیواد لپاره ٤٨ شل اوریزې لوبي ترسره کړې.

ويکټي

بونیشر کومار په ١١٧ پنځوس اوريزو لوبو کې ١٣٨ ویکټې ترلاسه کړي. او د توپ اچونې اوسط یی ٣٤.٠٧ دي.

په ٤٨ شل اوریزو لوبو کي ٤٥ ویکټې ترلاسه کړي او د توپ اچونې اوسط یي ٢٦.٧٣ دي.

او همدارنګه يي په ٢١ ټیسټ لوبو کې يي ٦٣ ویکټې ترلاسه کړې او دتوپ اچونې اوسط يي ٢٦.٠٩ دي.

بونيشر کومار اوس مهال د هندوستان هیواد غوره ليګ یا ipl کي د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لپاره لوبیږې.

د يادولو وړ ده چې افغان لوبغاړي راشد خان د کرکټ نړيوالي شورا لخوا د يو لسيزي غوره لوبغاړی هم نومول شوی چې دا د کرکټ په تاريخ کې د افغانستان او افغانانو لپاره يو ستر وياړ دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ