د ممبۍ لوبډلي لومړۍ بريا | خبریال

د ممبۍ لوبډلي لومړۍ بريا

کریکبال وېبپاڼه : د هندوستان د غوره لیګ يا اې پې ايل د سیالیو په دوام د ممبې لوبډلي لومړنۍ بریا.

آی پي ایل پنځمه لوبه ممبی د کلکتي څخه بایللې لوبه په لسو منډو وکټله.

د آی پي یل پنځه لوبه په چینای ايالات کي د آیا پي ایل د غوره لوبډلي ممبی انډیز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه.

کلکتې د ټاس په کټلو سره ممبی ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ممبیی په ټولو اورونو کې د ١٠ ویکټو په لویدو سره ١٥٢ منډې وکړې او کلکتې ته ١٥٣ منډې هدف ورکړ.

ممبیی لوبډلې ته په توپوهنه کې دوه لوبغاړو ښه لوبه ترسره کړه.

د ممبیی ګفتان روهیت شرما د خپلي لوبډلي لپاره ښه توپ وهونه وکړه نوموړي په ٣٢ توپونو د یوې شپږیزې او ده درې څلوریزو په مرسته په مرسته ٤٣ منډې وکړې.

د ممبیی لوبډلي لپاره بل لوبغاړې سوریا کومار یداف په ونڈو ډاون کې د ممبیی لوبډلې ته خورا ښه لوبه وکړه . نوموړې په ٣٦ توپونو ٥٦ منډي ترسره کړې، چې پکې دوه شپیږیزې او اووه څلوریزې شاملې وې.

په دي سره ممبیی لوبډلې د ټولوبغاړو په سوځیدو سره ١٥٢ منډې ترسره کړې. او کلکتې لوبډلې ته يي ١٥٣ منډې هدف ورکړ.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې رسل په څلورو اورونو کې د پنځلس منډو په ورکولو سره پنځه لوبغاړې وسوځول.

کلکتې لوبډلې په شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په نقصان سره یو سلو دوه څلویښت منډې وکړې.

د کلکتې لوبډلې لپاره اوپنرانو شوبمن ګیل او نیتش رانا ښه ښه پیل واخيسته.

شوبمن ګیل په ٢٤ توپونو ٣٦ منډې وکړې او نیتش رانا بیا په ٤٧ توپونو ٥٧ منډې ترسره کړې.

د لوبې په وروستې اور کې دیارلس منډې پاتې وې. چي د نیوزیلنډ کیڼ لاسی چټګ بالر ترینټ بولټ راغی.

نوموړي په وروستې اور کې یواځي دری منډې ورکړې او ممبیی باییللې لوبه په لسو منډو په توپیر وکټله.

د کلکتې لپاره په توپ اچونه کې راهول چهر په څلورو اورونو اووه یشت منډو په ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړې.

او د لوبې د غوره لوبغاړې جایزه یی هم ترلاسه کړه.

اوسمهال د آی پی ایل کې ډیلي لوبډله د جدول په سر کې ده چي یوه لوبه یي ترسره کړې او کټلې یی ده .

په دوهم مقام بیا ممبیی انډیز لوبډله ده چي دوه لوبې یی ترسره کړې یوه لوبه یی کټلې او یوه بایللي او په دوهم مقام کې ده.

د یاد ليګ په دوام شپږمه لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې سن رایزر حیدراباد یی د بنګلور لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ