پاکستان او افریقا لوبډلو تر منځ درېيمه شل اوریزه سیالۍ تر سره کیږي | خبریال

پاکستان او افریقا لوبډلو تر منځ درېيمه شل اوریزه سیالۍ تر سره کیږي

کريکبال ويبپاڼه/ د پاکستان کرکټ ملي لوبډله او سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افریقا په کوربتوب د څلور شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل شوې چې دوه لوبې ترسره شوي یوه یې د پاکستان

کرکټ ملي لوبډلې او یوه یې بیا د افریقا کرکټ ملي لوبډلې ګټلې ده چې یاد سیریز تر اوسه مساوي او په زړه پورى روان دی.

په لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د څلورو ویکټو پر مټ لوبه وګټل او تر افريقا لوبډلې مخکې شوه خو وروسته په دوهمه لوبه کې بیا د

افریقا کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او له پاکستان کرکټ لوبډلې څخه څه اندازه مخکې شو.

ټاکل شوې چې دواړو لوبډلو پاکستان او افريقا ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالۍ نن د اپریل میاشتې په څوارلسمه نېټه د افغانستان په وخت مازیګر پنځه بجې ترسره شي چې دواړو لوبډلو ورته پوره چمتو والی ښودلی.

دغه لوبه به خورا جالبه وې او که چيرى د پاکستان کرکټ ټيم دغه لوبه د افريقا په کوربتوب وګټل نو د افريقا لوبډله به له پاکستان لوبډلې څخه ډير شاته لاړ شى.

هیره دې نه وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وړاندې د پنځوس اوریزو سیالیو سیریز دوه د یو په مقابل کې پاکستانۍ لوبډلې په توپير ګټلی ؤ.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستی شل اوریزه سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره کیږي. دغه سيريز د پاکستان لپاره د ارزښت وړ دي او ددې مقابل په اوس مهال کې په

شه مورال سره ادامه لري که پاکستان د افريقا څخه دغه سيريز تر لاسه کړي نو په دغه سيريز سره به پاکستان کرکټ لوبډلې ته نوري نمرى او امتيازات به ورته اضافه شى.

د پاکستان او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ دوه شل اوريزه لوبې هم ترسره شوي.

چې يو يې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او بله يې هم د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلي ګټلي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ