د ښځينه الرونډرانو نوې درجه بندي | خبریال

د ښځينه الرونډرانو نوې درجه بندي

کریکبال ویبپاڼه/ ایلس پیرې د کرکټ د نړیوالې شورا له لورې د الرونډرانو په نوې درجه بندي کې لومړي مقام خپل کړ. پ

دوهم مقام کې د سویلې افريقا لوبغاړې ماریزانې کپ خپل کړې.

ایلس پیرې په کال ١٩٩٠د نومبر په دریمه زیږدیدلې. اوسمهال ٣١ کاله عمر لرې.

ایلس پیرې په ښې لاس توپ وهنه کوې او په ښې لاس میډیوم فسټ توپ اچونه کوې.

ایلس پیرې خپله لومړنې یوه ورځنې لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندي په ٢٠٠٧ کال د جولای د میاشتې په ٢٢ نيټه ترسره کړه. او خپله وروستې یوه ورځنې لوبه یی هم د نیوزیلنډ پر وړاندې په ٢٠٢١ کال د اپریل په لسمه نيټه ترسره کړه.

ایلس پیرې تراوسه پورې د استراليه لپاره ١١٥ یو ورځنې لوبي ترسره کړې. او په همدې لوبو کې يي ١٥٢ ویکټې ترلاسه کړې. په یو ورځینو لوبو کې د ٢٢ منډو په ورکولو سره ویکټي اخیستل یی غوره توپ اچونه ده.

همدارنګه لومړنې شل اوریزه لوبه یی انګلستان پر وړاندې په کال ٢٠٠٨ د فیبرورې په لومړې نیټه ترسره کړې.او ورستي شل اوریزه لوبه یي ٢٠٢١ کال د اپریل د میاشتې په لومړې نيټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړې ده.

ایلس پیرې د استرالیه لپاره ١٢٣ شل اوریزي لوبي ترسره کړې چي په دې لوبو کې یي ١١٥ ويکټې هم ترلاسه کړې. ده دولس منډو په ورکولو سره یی د څلورو لوبغاړو سوځول یي غوره توپ اچونه ده.

لومړنې تيسټ لوبه یي د انګلستان پر وړاندې په کال ٢٠٠٨ د فبروری په پنځلسمه نيټه ترسره کړې ده. ټولي يي اته ټیسټ لوبې ترسره کړې چي یو دیرش ویکټې یي هم ترلاسه کړې دې. د دوه دیرش منډو په ورکولو سره د شپږ ویکټو ترلاسه کول يي په ټیسټ لوبو کې غوره توپ اچونه ده.

د توپ وهني برخه!

نوموړي په ١٢٣ شل اوریزو لوبو کې ١٢٤٣منډې جوړي کړې دې. چي د توپ وهنې اوسط يي ٢٨،٠٩دي. په شل اوریزو لوبو کې يي ترټولو زیاتې منډي په یوه لوبه کې ٦٠ دي. کومه سیلزه نلرې همدارنګه څلور نیمه سلیزې ترلاسه کړې.

په ١١٥ یو ورځینو لوبو کې ٣١٠٧ منډي جوړې کړې. چې د توپ وهونې اوسط يي ٥١.٧٨دې. په يوه لوبه کې يي ترټولو زیات سکور ١١٢ سکوره دې. په یو ورځینو لوبو کې يې د دوه سلیزو ترڅنګ اته ویشت نیمه سلیزې جوړې کړې.

او همدارنګه یي اته ټیسټ لوبې ترسره کړې. چي ټولې يي ٦٢٤ سکوره جوړ کړې دې . چي لوړ سکور یي ٢١٣ دې. او همدارنګه په ټیسټ لوبو کې يي ده دوه سلیزو ترڅنګ دوه نیمه سلیزې هم جوړې کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ