په ۲۰۲۱ز کال کې د ملي لوبډلي د لوبو مهالوېش | خبریال

په ۲۰۲۱ز کال کې د ملي لوبډلي د لوبو مهالوېش

کريکبال ويبپاڼه/ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ICC د مهال ويش له مخې يې د افغانستان لوبي له دغو هېوادنو سره برابر کړي دي. دغه لوبي چې د افغانستاند کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړل شوې دي.

دغه سيريزونه د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لپاره خورا مهم دي او ICC د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لپاره د لويو لوبډلو سره د

افغانستان سيريزونو صحى کړي، چې له هغه جملى څخه د استراليا سره 3 پنځوس اوريزه، د هندوستان د کرکټ ملي ټيم سره درى

پنځوس اوريزه او د ويست انډيز سره ارزښت ناکه لوبي لرى. دغه لوبي د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لپاره د ICC له طرفه بيسارى اقدام دى.

د دغه لوبو په ګټلو سره د افغانستان ملي ټيم ته خاص امتياز او نمري ورکول کيږي او همدارنګه د دغه لوبو په تر لاسه کولو سره افغانستان په نړيواله درجه بندى کې کولاى شي عالى مقام تر لاسه کړي.

هغه لوبي چې افغانستان يې په ترتيب سره د ICC له طرفه په راتلونکو مياشتو کې ترسره کوي:

1: په جولای او اګسټ میاشتو کې د سریلنکا کرکټ ملي ټيم سره 3 شل اوریزه او 3 پنځوس اوریزه لوبې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سره لري.

2: په اګسټ مياشت کې پاکستان سره 3 پنځوس اوریزه او د اماراتو کرکټ ملي ټيم سره 3 شل اوریزه لوبې لري.

3: د سپټمبر په مياشت کې د هندوستان کرکټ ملي ټيم سره 3 پنځوس اوریزه لوبې ترسره کوي.

4: په سپټمبر او اکتوبر مياشتو کې د اسټرالیا کرکټ ملي ټيم سره 3 پنځوس اوریزه لوبې ترسره کوي.

5: په اکتوبر میاشت کې بیا دري اړخیز سیریز د افغانستان کرکټ ملي ټيم د اسټرالیا او ویسټ آنډیز د کرکټ ملي ټيمونو ترمنځ ترسره کیږي.

6: د اکتوبر د مياشتى وروستیو کې شل اوریز نړیوال جام چې په هندستان هېواد کې ترسره کیږي د افغانستان ملي لوبډله هلته ترسره کوي.

7: په ډیسمبر مياشت کې بیا د زمبابوې کرکټ ملي ټيم سره 3 شل اوریزه 3 پنځوس اوریزه او یوه ټیسټ لوبه لري.

دغه سیالۍ د ICC لخوا د افغانستان کرکټ ملي ټيم ته ورکړل شوې دي.

په داسى حال دغه مهمي لوبي افغانستان ته ورکول کيږي، چې تېر کال ICC افغانستان ته خاص لوبي او زياتي لوبي نه وې ورکړي. په

دغه کال کې ICC افغانستان ته د زياتو لوبو ترڅنګ د ارزښت ناکه ټيمونو سره د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لپاره لوبي چمتو کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ