پاکستانی بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې شو! | خبریال

پاکستانی بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې شو!

کريکبال ويبپاڼه/ تازه د کرکټ نړیوالې شورا نن د اپریل په څوارلسمه نېټه د یوورځینیو سیالیو درجه بندې اعلان کړې چې پاکستانی

لوبډلمشر بابر اعظم خپل سرسخت سیال د هندوستان د کرکټ ملي ټيم لوبډلمشر ویراټ کوهلي شاته پرېښود او لومړی مقام يې خپل کړ.

په دغه تازه درجه بندۍ کې د پاکستان د کرکټ لـوبډلمشر بابر اعظم د ۸۶۵ نمرو په لرلو سره لومړی، د هندوستان لوبډلمشر ویراټ کوهلي

د ٨٥٥ پوینټونو په درلودلو سره دوهم، د هندوستان بل مخکښ اوپنر توپ وهونکی روهیت شرما د ۸۲۵ نمرو په لرلو سره دريم، د

نیوزیلینډی هېواد د کرکټ لوبغاړى روز ټیلر د ۸۰۱ امتیازونو په درلودلو سره څلورم، د استرالیا هېواد څخه تکړه لوبغاړى ایروین فینچ د ۷۹۱ نمرو په لرلو سره پنځم، د انګلستان هېواد څخه جاني بیرسټو

د ۷۸۵ پوینټونو په درلودلو سره شپږم، فخر زمان د ۷۷۸ نمرو په لرلو سره اووم، فاف ډوپلیسیس د ۷۷۸ امتیازونو په تر لاسه کولو سره

اتم، اسټرالیايي اوپنر توپ وهونکی ډیویډ وارنر د ۷۷۳ نمرو په درلودلو سره نهم او ویسټ انډیزی شيا هوپ بیا د ۷۷۳ پواینټونو په لرو سره په وروستي لسم ځای کې قرار لري.

یاده دې وي چې د پاکستان لـوبډلمشر بابر اعظم وروسته له هغه لومړی مقام تر لاسه کړي، چې په یو ورځنیو سیالیو کې
د افریقا د ملي کرکټ ټيم سره په سيريزونو کې ښه ځلیږي، او د

افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړي ده. دغه لوبي د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر دا مهال ګټوري تمامي شـوې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ