پاکستان سویلې افریقا ته ستره ماتې ورکړه. | خبریال

پاکستان سویلې افریقا ته ستره ماتې ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان لوبډلې او سویلې افریقا ترمنځ روانه لوبلړې کې نن دریمه لوبه ترسره شوه.

د پاکستان لوبډلې د ټاس په کټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه،او سویلې افریقا لوبډلې ته يي دتوپ وهونې بلنه ورکړه.

د سویلې افریقا لوبډلې افریقا لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره په شل اورونو کې دوه سوه درې منډې ترلاسه کړې ،او پاکستان لوبډلې ته يي د دوه سوه څلورو منډو هدف ورکړ.

د سویلې افریقا لپاره په توپ وهونه کې اډین مکرام ٦٣ منډې په ٣١ بالونو ترلاسه کړې، بل لوبغاړې جانیمن میلان ٥٥ منډې په ٤٠ بالونو ترلاسه کړې.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې محمد نواز په څلورو اورونو کې د اته دیرش منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړې. د پاکستان لپاره بل لوبغاړې شاهین افریدې په توپ اچونه کې په څلورو اورونو کې د نهه دیرش منډو په ورکولو سره یوه ویکټه ترلاسه کړه.

پاکستان لوبډلې یاد هدف په اتلس اورونو کې د یو لوبغاړې په سوځیدو سره پوره کړ . او د سویلې افریقا لوبډلې ته يي ستره ماتې ورکړه.

د پاکستان لوبډلې لپاره ګفتان بابر ااعظم خورا ښه لوبه ترسره کړه. نوموړې په نهه پنځوس بالونو باندې د پاکستان لپاره یوسلو دوه ویشت منډې ترلاسه کړې. بل لوبغاړې محمد رضوان دري اویا منډې په په اووه څلویښت توپونو ترلاسه کړې.

 

د یادې لوبې غوره لوبغاړې د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم وټاکل شو.

بابر اعظم د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځينو لوبو په تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام هم خپل کړ.

همدارنګه لوبډلمشر بابر اعظم وویل. چي زه په تمه وم ده داسې یو لوبې لپاره، نوموړې دا پلان درلوده او نن يې پاي ته وره سو. او همدارنګه یی وویل چي زه د خپلې لوبډلې لپاره تل ښه لوبه کوم. ځکه چي ټیم ورته اړتیا لرې.

باید یاده شې چي دپاکستان لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د کرکت د نړیوالې شورا يا آی سی سی لخوا د يورځینو لوبو غوره توپ وهونکې ونومول شو.

د یاد لوبې په کټلو سره پاکستان لوبډلې روانه لوبلړې دوه د يو پر وړاندې وکټله.

او همدارنګه د یادې لړې وروستې لوبه د اپریل د میاشتې په شپاړسمه نيټه ترسره کیږې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ