د پاکستانې لوبغاړو يوبل ستر ريکارډ | خبریال

د پاکستانې لوبغاړو يوبل ستر ريکارډ

کریکبال وېبپاڼه / هغه لوبغاړې چي د لوبې په دویمه پاڼې کې د خپلې اوږدې ملګرتیا یا فارټنیر شیف له امله خپله لوبډله تر بریا رسولې وي.

لومړې. د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او محمد رضوان ترمنځ ملګرتیا یاده ملګرتيا یا فارټنیرشیف يې چي یوسلو اووه نوې منډې

وي په دوه زره یوشت کال د اپریل د میاشتې په څوارلسمه نيټه د دسویلې افریقا لوبډلې پروړاندې ترسره کړه. او خپله لوبډله يې تر بري ورسوله.

دوهم.د نیوزیلنډ د لوبغاړو مارټن جیمز ګوپټل او کین ستورت ویلمسن ترمنځ وه.

یاده ملګرتیا چې د لوبې په دوهمه پاڼې کې ترسره شوه. یوسلو یو اویا منډې وي او په دوه زره شپاړس کې د پاکستان خلاف ترسره شوو. چي یادو لوبغاړو په خپلې ملکرتیاسره خپله لوبډله تر بري ورسوله.

دریم . د انګلستان لوبغاړو ترمنځ جوسیف چارلیس بټلیر او ډیویډ میلان ترمنځ وه.

یاده ملګرتیا چي یوسلو اووه شپيته منډي وي. په دوه زره شل کال کې سویلې افریقا خلاف د لوبې په دوهمه پاڼي کې ترسره کړې،او خپله لوبډله يې بریالې کړه.

څلورم. د استرالايي لوبغاړو ترمنځ وه، یاده ملګرتيا د کلین جیمز ماکسول او ډیويډ وارنر ترمنځ وه،

چي په دوه زره شپاړس کال کې سويلې افریقا پر وړاندې یو سلو یو شپيتی منډې ملکرتيا وه، چي د لوبې په دوهمه پاڼې کې ترسره کړ، او خپله لوبډله يې بریالې کړه.

د ډيرو منډو ملګرتيا کې افغان لوبغاړو ريکارډ تر نورو مخکې کې خو هغوي هغه ملګرتيا د لوبې په لومړۍ پاڼۍ (ايننګز) کې کړې وه وه نو له دې کلبه يې دلته تر بحث لاندې نه نيسو.

بل لور ته پاکستاني لوبغاړو يو نوی پړاو پرانيسی چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او توپ وهونکي بابر اعظم د کرکټ نړيوالې شورا لخوا په تازه درجه بندۍ کې ځانګړی ځای هم خپل کړی.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر بابر اعظم د خپلې غوره توپ وهنې سره وکولی شول چې د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځينيو

لوبو په تازه درجه بندۍ کې د هند کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ويراټ کوهلي څخه مخکې  او لومړی مقام خپل کړي او چې دې سره بابر اعظم د نړۍ غوره توپ وهوونکی وپيژندل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ