افغان حکومت په هيواد کې د کرکټ يوبل معيارې لوبغالی جوړوي. | خبریال

افغان حکومت په هيواد کې د کرکټ يوبل معيارې لوبغالی جوړوي.

کريکبال ويبپاڼه/ د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې په فراه ولایت کې به په ۲۵ جریبه ځمکه یو معیاري د کرکټ لوبغالی جوړ شي.

کرکټ بورډ یاد خبر نن پر خپله رسمي فسبوک پاڼه ورکړی او لیکلي یې دي (د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په هدایت سره په فراه ولایت کې د یو معیاري

کرکټ لوبغالي د جوړېدو لپاره ۲۵ جریبه ځمکه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته په واک کې ورکړل شوه.

دغه ځمکه چې له دې وړاندې د کرکټ لوبغالي د جوړېدو لپاره ځانګړې شوې وه،

نن د قانوني پړاونو له بشپړېدو وروسته په فراه ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ ولایتي استازي عبدالمالک ځلاند ته ورکړل شوه)

د افغانستان کرکټ بورډ زیاتوي د افغانستان اسلامي جمهوریت په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د لوبغالو د جوړېدو لپاره ځمکې ځانګړې کړي؛ چې د قانوني پړاونو له بشپړېدو وروسته به د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته په واک کې ورکړل شي.

یاده دې وي چې په لغمان کې هم درې کاله زیات او کم کیږي چې په یو معیاري لوبغاړي کار روان دی لا يې هم کار نه دی بشپړ شوی.

همدارنګه د ولسمشر اشر غني لخوا هم څو مياشتې مخکې يو فارمان صادرى شو، چې د افغانستان په سطحه دې کرکټ يو

معيارى په نړيوالو اصولو برابر ميدان جوړ کړل شٸ. د دغه فرمان وروسته د کابل ښاروالۍ تخنيکې ټيم هغه ساحى ته ولاړى او د ميدان د ديزاين پر جوړولو لاس په کار شول.

دا په داسي حال کې ده په افغانستان کې روان امنيتي وضعيت له کبله افغانستان پر نړيوالو اصولو برابر ميدان نه لري او په دې بخش کې له ستونزو سره مخ دى

په فراه ولايت کې د نوې کرکټ لوبغاړې په جوړيدو سره به په دغه ولايت د کرکټ د منيوالو او د کرکټ په کې د عامو خکلو ليوالتيا نوره هم ډيره شي.

که چيري لوبغالي په نړيوال معيار سره جوړ شي او د کرکټ داخلي لوبو لپاره پکې زمينه برابر شي نو دا به د کرکټ بورډ لخوا يوه بله لاسته راوړنه وي د کرکټ په برخه کې.

په فراه ولايت کې د نوې کرکټ لوبغاړې په جوړيدو سره به په دغه ولايت د کرکټ د منيوالو او د کرکټ په کې د عامو خکلو ليوالتيا نوره هم ډيره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ