د حیدر اباد راتلونکې ننګونکې لوبه. | خبریال

د حیدر اباد راتلونکې ننګونکې لوبه.

کریکبال وېبپاڼه/ په روانو هند غوره ليګ یا آی پي یل سیالو په دوام حیدراباد خپله دوهمه او د هند غوره ليګ یا آی پی ایل شپږمه لوبه وبایلله.

د هند غوره لیګ شپږمه لوبه د حیدراباد او بنګلور ترمنځ ترسره شوه.

حیدراباد د ټاس په کټلو سره د توپ وهونې بلنه بنګلور لوبډلې ته ورکړه.

بنګلور لوبډلې په شلو اورونو کې د اوو ویکټو په زیان سره یو سلو نهه څلویښت منډې ترلاسه کړې.

د بنګلور لپاره په توپ وهونه کې ګلین ماکسویل نهه پنځوس منډې او ویرات کولي دري دیرش منډې د خپلې لوبډلې لپاره ترلاسه کړې.

د حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې افغان ګوکلې راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړه. نوموړې په څلورو اورونو کې اتلس منډو ورکولو سره د اې بي ډیویلیرس او واشګنټن ویکټې ترلاسه کړې.

او همدارنګه بل لوبغاړې د حیدراباد لپاره په توپ اچونه کې جیسن هولډر وه. نوموړي په څلورو اورونو کې د دیرش منډو په ورکولو سره دري لوبغاړي وسوځول.

حیدراباد لوبډلې د نهه ویکټو دلاسه ورکولو سره یوسلو درې څلویښت منډې ترلاسه کړې او لوبه یې د بنګلور لوبډلې ته په شپږو منډو وبایلله. دا د حيدراباد لوبډلې دوهمه ماتې وه.

د حیدراباد لپاره لوبډلمشر ډیويډ وارنر ښه لوبه ترسره کړه. نوموړې په اووه دیرش توپونو څلورپنځوس منډې ترلاسه کړې.

خو نورو لوبغاړو ښه لوبه ترسره نه کړه. خو په ورستیو کې راشد خان لوبه یوځل بیا د حیدراباد خواته راتاوه کړه. هغی په نهه توپونو اوولس منډې وکړې، خو په رن اوټ کیدو سره یي د منډو جوړولو ته یي د پاې ټکې کیښود.

او یاده لوبه د بنګلور لوبډلې په شپږو منډو وکټله او حیدراباد خپله دوهمه ماتې ومنله.

همدارنګه حیدراباد خپله راتلونکې لوبه د شنبې په ورځ د ممبیی انډیز لوبډلې سره ترسره کوي.

د هند سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د رويال چلنجرز بنګلور لوبډله چې ويراټ کوهلي يې لوبډلمشرې کوي ښه روان دي او د اې پې ايل دواړه لوبې يې ګټلي دي.

بل خوا د حيدراباد لوبډلي هم د هند په سوداګريز ليګ کې دوه لوبې کړي خو د افغان لوبغاړو په شتون کې هم نه دې توانيدلي چې کومه لوبه وګټي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ