ولې د افغان لوبغاړو اړوند حيدراباد لوبډله لوبي نشې ګټلی؟ | خبریال

ولې د افغان لوبغاړو اړوند حيدراباد لوبډله لوبي نشې ګټلی؟

کريکبال ويبپاڼه/ د هندوستان غوره ليګ ای پي ایل سیالیو په شپږمه لوبه کې رویالز چیلنجرز بنګلور لوبډلې سنرایزر حیدراباد لوبډلې ته په شپږو منډو ماتې ورکړه او په یاد لیګ اي پي ايل کې يې دوهمه بریا تر لاسه کړه.

په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د بنګلور لوبډلې وکړه د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره شل اورونو کې ۱۴۹ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۵۰ منډو کوچنی هدف وټاکه.

د بنګلور لپاره لوبډلمشر ویراټ کوهلي او د هندوستان کپتان ۳۳ او کلین میکسویل د درې شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ په ۴۱ توپونو باندې ۵۹ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د حیدراباد له لوري شاباز ندیم، بنیشور کمار، نترجن یو ، یو جسن هولډ درې او افغان پياوړي لوبغاړى راشد خان د اتلس منډو په ورکولو سره دوه مخکښ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

په دوهم پاڼه کې حیدراباد لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله د نهو لوبغاړو په سوځېدو يې یوازې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او د

شپږو منډو په توپیر يې ماتې وخوړه، له دې سره حیدراباد لوبډلې په روان څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو کې دوهمه ماتې هم وخوړه.

د حیدراباد لپاره لوبډلمشر ډیویټ وارنر ۵۴، منیش پنډیا ۳۸ او راشد خان په نهو توپونو باندې ۱۷ منډې جوړې کړې.
د بنګلور له لوري شهباز احمد بهترینه توپ اچونه وکړه او درې

پیاوړي لوبغاړي یې وسوځول. دا په داسى حال کې ده چې تېر کال د حيدراباد لوبډله په اي في ايل ساليو کې ښه ثابته شوه، خو ددغه ليګ په شروع کېدو سره حيدراباد خپلۍ ماتي هم شروع کړي.

یاده دې وي چې د همدغو سیالیو په اوومه لوبه کې نن ماښام شپږ نیمې بجې راجستان رایلز لوبډله له ډهلي کپیټلز لوبډلې سره سیالۍ

د هند په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې چې د نړۍ غوره ليګ دی په يوه لوبډله کې د درېو افغان لوبغاړو لوبيدل هم د افغان لوبغاړو په ګټه نه دی.

ځکه چې په لوبو کې د اې پې ايل د قانون سره سم ټول افغان لوبغاړي نه شې کولی چې په يو لوبه کې ټول ولوبيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ