د دوه مخالفو هيوادونو تر منځ د دوه پياوړو لوبغاړو ستره سيالۍ | خبریال

د دوه مخالفو هيوادونو تر منځ د دوه پياوړو لوبغاړو ستره سيالۍ

کريکبال وېبپاڼه- د هند او پاکستان هيوادونو ترمنځ چې د کلونو راهيسې سياسي او ځيني نور مخالفتونه موجود دي.

د هند او پاکستان ترمنځ سياسي مخالفتونو د هغوي ترمنځ د سپورټ په ډګر کې هم ناوړه اغيز کړي ده.

په تيره بيا د کرکټ په ډګر دواړه هيوادونه يوبل سره په سيالۍ کې بوخت دي.

چې سياسي مخالفتونو د هغوي په کورني او سوداګريزو ليګونو هم اغيز کړي ده.

د پاکستان هيڅ يو لوبغاړی د هند په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د لوبيدو اجازه نلري.

د هند دولت او د هند کرکټ بورډ د هند په سوداګريز ليګ کې د پاکستاني لوبغاړو په لوبيدو بنديز لګولی دی.

اوس مهال د يادو دوه مخالفو هيوادونو دوه پياوړې لوبغاړي چې د هند لخوا ويراټ کوهلي او د پاکستان لخوا بابر اعظم په ستره سيالۍ کې سره مخ دي.

هندی ويراټ کوهلي ۱۲۵۸ ورځي د کرکټ نړيوالې شورا لخوا د يو ورځينيو لوبو پاچا ( په لومړې درجه مقام کې ځای درلود).

خو​، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او پياوړی توپ وهوونکی بابر اعظم په دې وروستيو د غوره توپ وهنې پرمټ وکولی شول چې د هندې ويراټ کوهلي څخه دغه ستر مقام وګټي.

بيا هم هندی ويراټ کوهلي په دې هڅه کې دی چې د پاکستانی بابر اعظم څخه دغه ستر مقام بيرته ترلاسه کړي.

دا فيصله به وخت کوي چې ايا د هند کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی ويراټ کوهلي به وکولی شي چې د پاکستانی بابر اعظم څخه دغه ستر مقام ترلاسه کړي يا نه!.

دلته د دواړو لوبغاړو يو ورځينۍ لوبو کارکردګۍ ته هم يو لنډه کره کتنه کوو!

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي د لوبډلمشر او پياوړې لوبغاړې ويراټ کوهلي د يو ورځينو لوبو کره کتنه| ټولټال منډي-۳۱۰۰ -۸ سليزي-۲۰ نيمه سليزي -ترټولو ډيري منډي- ۱۱۸.

همدارنګه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او پياوړې توپ وهوونکي لوبو ته کره کتنه| ټولټال منډي – ۳۸۰۸ -۱۳ سليزي – ۱۷ نيمه سليزي – ترټولو غوره توپ وهنه يي  ۱۲۵ ناسوځيدلي منډي دي.

د دواړو لوبغاړو يو ورځينۍ لوبو ته په کتو د پاکستان پياوړی توپ وهوونکی بابر اعظم د هند د لوبډلمشر څخه تر ډيره ښه ځليدلی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ