د عبدالطیف ایوبي په نوم هغه اختریز کرکټ ټورنامینټ چی څه موده وړاندې، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ غلام خان بندر سره نږدې،د نیازولي مشوال په میدان باندې جوړ شوی وو، تیره ورځ یې د محمدخان کلب او حاجي ولي محمد کرکټ کلب ترمنځ پایلوبه ترسره شوه،چې د حاجي ولي امین کلب لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسید.
حاجي ولي محمد کرکټ کلب لوبډلې کپتان اصغر اتل د ټاس په ګټلو سره لومړۍ د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکلو ۸ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو يې ۱۲۸ منډې جوړې کړې او مخالفې لوبډلې ته یې د ۱۲۹ منډو هدف کيښود.
د حاجي ولي محمد کرکټ کلب له لوري رحمت الله ځدراڼ تر ټولو ډیرې (۸۸) منډې جوړې کړلې.
په ځواب کې یې محمدخان کلب لوبډلې په ټاکلو اورونو کې تر ۱۰۰ پورې منډې جوړې کړې او سیالي یې بایلوده.
د ولي محمد کرکټ کلب له لوري عبدالله منګل او حسیب لکڼوال ښه بالینګ ترسره کړی وو.
یاده د وي چې حاجي ولي محمد کرکټ کلب هغه لوبډله ده چې په خوست کې یې تر نورو لوبډلو ډیرې اتلوالۍ ترلاسه کړي دي.
په یاد کلب کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځینې پخواني او اوسني لوبغاړي هم لوبیدلي دي.
یاده د وي چې پدې ټورنامینټ کې تر ۳۵ سیمه ایزو لوبډلو ګډون کړی وو، وخت نا وخت به د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو لکه رحمان الله ګربز او احسان جنت هم، دغه لوبې له نږدې ننداره کولې.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د اختر له لومړۍ ورځې پیل شوي وې.