ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې ګډون کوونکي درې لوبډلې،سنرایزر حیدراباد،کینکز الیون پنجاب او راجستان رویلز به هر یو د خپل لیست څخه یو،یو لوبغاړی بهر کړي.
دا ګام به له هغې وروسته ترسره شي چې ای پي ایل اداري کميټې پدې پریکړه وکړه،چې د هرې لوبډلې سره یوازې ۲۴ لوبغاړي اماراتو هیواد ته تللی شي.
اوس مهال یادې درې څانګې ۲۵ لوبغاړي له ځان سره لري.خو د نوي قانون له مخې دوی ته یې یوازې د ۲۴ لوبغاړو اجازه ده او په همدې اساس به دوی هره څانګه یو،یو لوبغاړی کم کړي.
د یادونې وړ ده چې اماراتو هیواد ته،تلوونکو لوبغاړو څخه به پنځه د کرونا ټیسټونه ترسره کیږي او له هغې وروسته به اماراتو کې د تمرین اجازه ورکول کيږي.
د معلوماتو له مخې چې د ای پي ایل په دوران کې به هم،د هرو پنځو وروسته د لوبغاړو څخه د کرونا ازموینې اخیستل کيږي.
ټاکل شوي چې دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه پيل،چې د نومبر تر اتمې نېټې به دوام وکړي.
ممبۍ انډيانز لوبډله به پدې سيالیو کې د تیرې اتلوالۍ څخه دفاع کوي.
ممبۍ انډيانز هغه لوبډله ده چې تراوسه یې په اماراتو کې شوي ای پي ايل پنځو لوبو کې،تراوسه کومه سيالي نده ګټلې.
یادې درې لوبډلې د لاندې لوبغاړو سره تړونونه لري،تراوسه ښکاره نده چې کوم لوبغاړي به دوی د لیست څخه بهر کړي.
راجستان لوبډله:
مهیپل لمرور،منان وهورا،ریان پېراګ،سټيو سمهت،روبین اوتاپا،ډيوېډ مېلر،انکیت راجپوت،ماینک مارکندی،جوفرا ارچر،شريئاس ګوپل،ورؤن آرون،جایدو اناکټ،کرتیک تایاګي،اکیش سینګ،اوشني توماس،اندریو تای،بین سټوکس،راهول تېواتیا،شاشنک سينګ،یاشسوي جایسوال،انریدو جوشي،ټام کرن،جوس باټلر،سنجو سمسن،انوج راوت.
کینکز الیون پنجاب:
کریس ګېل،ماینک اګروال،کرون نآیر،سرفراز خان،مندیپ سینګ،شلډن کټرال،ایشن پورل،رواي بېشوني،محمد شامي،مجیب الرحمان،ارشديپ سینګ،هردوس ویلجون،ایم اشوان،جې سوچیت،هرپریت برار،درشن نکاندي،ګلین مکسویل،جمېز نېشام،کریس جورډن،کریشناپا ګوتم،ډيپيک هوډا،تاجیندر سینګ دېلون،کې ایل راهول،نیکولاس پورن،پرابیسمرن سینګ.
سنرایزرز حیدراباد:
کین ویلیمسن،ډیویډ ورنر،مانیش پانډې،ویراټ سينګ،پرایم ګرګ،عبدالصمد،بونشیوار کمار،خلیل احمد،سنډيپ شرما،سدرات کهول،بېلي سټانېک،ټي نتاراجن،ابهیشک شرما،شهباز ندیم،میچل مارش،فباین الن،ویجي شنکار،محمد نبي،راشد خان، سنجې یادو،جوني بیرسټو،رېډمن سها،شریواتس ګوسامي،بوانکا سندیپ،بسيل تامپي.