بنګله دېش اکتوبر میاشت کې له سریلانکا سره سیالۍ پيلوي | خبریال

بنګله دېش اکتوبر میاشت کې له سریلانکا سره سیالۍ پيلوي

ټاکل شوي چې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله به د یو شمیر سيالیو د ترسره کولو په موخه د روانې میاشتې په وروستيو کې د سریلانکا هیواد په لوري سفر وکړي.

بنګله دېش کرکټ بورډ غواړي چې له سریلانکا لوبډلې سره درې ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.خو له بلې خوا سریلانکا کرکټ بورډ بیا پدې ټینګار کوي چې د درې ټيسټ لوبو سیریز،د یوې ټیسټ په ځای باید درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

که چيرې دواړو هیوادونو پدې موافقه وکړه، نو د دوی ترمنځ به دوه ټيسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

په پام کې وه چې د بنګله دېش او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به دغه سيريز د جولای-اګسټ میاشتې ترمنځ ترسره شوی وای.خو د کرونا له کبله د ځنډ سره مخ شو.

اوس دواړو هیوادونو یو ځل بیا ددې سیریز په ترسره کیدو خبرې وکړې او په پام کې ده چې اکتوبر میاشت کې به ترسره شي.

 د بنګله ديش کرکټ بورډ مرستیال مشر موهن ډي سیلوا هم ددې سيالیو تایید کړی دی،خو ویلي یې دي،چې بنګله دېش سره درې شل اوریزې لوبې د (ایف ټي پي) برخه ندي او دا سيالۍ به د درې ټيسټ لوبو سیریز د یوې ټيسټ لوبې پر ځای ترسره شي.

که څه هم تراوسه ددې سيالیو مهال ویش ندی اعلان شوی.خو د بنګله دېش کرکټ بورډ مرستیال چیرمېن اکرم خان په وینا، بنګله دېش لوبډله به ممکن د سپټمبر په ۲۴مه نېټه د سریلانکا په لوري روانه شي او د اکتوبر له نیمایي څخه به له دوی سره د سيریزونو لړۍ پيل کړي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا وروسته به دا د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړۍ سیريز وي چې ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ