شکیب الحسن سر له سپټمبر تمرینات پیلوي | خبریال

شکیب الحسن سر له سپټمبر تمرینات پیلوي

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر شکیب الحسن چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یو کلن کرکټ بندیز سره مخ دی.

په پام کې ده چې نوموړی به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې څخه،د خپلو تمریناتو لړۍ پیل کړي.

شکیب الحسن تیر کال د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد کمېټې لخوا،د درغلیو او اصولو څخه د سرغړونې له کبله دوه کلن بندیز سره مخ شوی وو،چې وروسته یو کال ورته حذف او یو کال نور له بندیز سره مخ شو.

د شکیب الحسن پخوانی لارښود روزونکی نظم العبدین چې اوس مهال (بي،کې،ایس،پي) کرکټ اکاډمۍ کې د مشاور روزونکي په توګه دنده پر مخ وړي،ویلي چې شکیب الحسن به راتلوونکي میاشت دلته راځي او دوی د هغه لپاره هر ډول خدمتونو ته،تیار دي.

نظم العبدین ډير کاله د بنګله دېش کرکټ بورډ سره د پراختیايي منیجر په توګه هم په دنده پاتي شوی دی او نوموړی هغه کس دی چې د شکیب الحسن د استعداد په برخه کې یې مهم رول ادا کړی دی.

شکیب الحسن اوسمهال په امریکا متحده آیالاتو کې استوګن دی،ټاکل شوي چې په نوموړي د نړیوال کرکټ بندیز به د راتلوونکي اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پای ته ورسیږي.

شکیب الحسن د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی او تجره کاره لوبغاړی شمیرل کیږي او د نوموړي په نه شتون کې،د ای سي سي د الروانډرانو په درجه بندۍ باندې،افغان الروانډر محمد نبي عیسی خېل واکمني لري.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ