یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبغاړو ملګرتیاوې! | خبریال

یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبغاړو ملګرتیاوې!

افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالي په ۲۰۰۹ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه د سکاټلینډ لوبډلې خلاف ترسره کړه.که څه هم د افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وه،خو بیا یي هم په ښه مورال سره په ۸۹ منډو توپیر سره وګټله.

له هغې مودې راهیسې افغانستان ټولې ۱۲۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي،چې ۵۹ سيالۍ یې ګټلي، ۶۳ سیالۍ يې بایللي، یوه یې مساوي کړي او ۳ یې بې پایلې پای ته رسیدلي دي.

وروستۍ سيالي افغانستان په ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۱مه نېټه د ویسټ انډيز خلاف ترسره کړي،چې په ۵ ویکټو سره یې بایلوده.

مونږ دلته په لنډ ډول د هغه افغان لوبغاړو ملګرتیاوو ته پام راګرځو چې په همدې پارمټ کې یې زیاتې ملګرتیا یا پارټنرشيپ ترسره کړی دی.

لومړۍ- په یو ورځنیو لوبو کې په لومړۍ ویکټ يا په اوپنینګ زیاته ملګرتیا د کریم صادق او جاوید احمدي ترمنځ ترسره شوي ده.

دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۳۱مه نېټه،د هالینډ خلاف په لوبه کې،په اوپنینګ سره تر ټولو ډيره (۱۴۱) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

دوهمه ویکټ- په یو ورځينو لوبو کې په دوهمه ویکټ زیاته ملګرتیا بیا د محمد شهزاد او کریم صادق ترمنځ ترسره شوي ده.دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۰ کال د اګسټ میاشتې په ۱۶مه نېټه د سکاټلینډ لوبډلې خلاف د (۲۱۸) منډو اوږده ملګرتیا ترسره کړي ده.

دریمه ویکټ- په یو ورځينو لوبو کې په دریمه ویکټ زیاته ملګرتیا د رحمت شاه زرمتي او حشمت الله شاهدي ترمنځ ترسره شوي ده.دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په ۲۵مه نېټه،د بنګله دېش خلاف لوبه کې د (۱۴۴) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

څلورمه ویکټ- په ۴مه ویکټ زیاته ملګرتیا د نوروز منګل او سمیع الله شینواري ترمنځ ترسره شوي ده.دواړه لوبغاړو په ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۶مه نېټه، د سکاټلینډ خلاف په لوبه کې د (۱۴۴) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

پنځمه ویکټ- په ۵مه ویکټ زیاته مګرتیا د رحمت شاه زرمتي او نجیب الله ځدراڼ ترمنځ ترسره شوي ده.دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۹مه نېټه د زمبابوې خلاف په لوبه کې د (۱۵۸)منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

شپږمه ویکټ- په ۶مه ویکټ زیاته ملګریتا د اصغر افغان او سمیع الله شینواري ترمنځ ترسره شوي ده. دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۴ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د بنګله دېش خلاف په لوبه کې د (۱۶۴) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

اوومه ویکټ- په ۷مه ویکټ زیاته ملګرتیا دګلبدین نایب او راشدخان ترمنځ ترسره شوي ده.دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه د ایرلینډ خلاف په لوبه کې د (۹۶) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

اتمه ویکټ- په ۸مه ویکټ زیاته ملګرتیا د ګلبدین نایب او نجیب الله ځدراڼ ترمنځ ترسره شوي ده.دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۲۰مه نېټه د بنګله دېش خلاف په لوبه کې د (۹۵) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

نهمه ویکټ- په ۹مه ویکټ زیاته ملګرتیا د شفيق الله شفق او دولت ځدراڼ ترمنځ ترسره شوي ده.دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه د ایرلینډ خلاف په لوبه کې د (۷۱) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

لسمه ویکټ- په ۱۰مه ویکټ زیاته ملګرتیا د مجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ ترمنځ ترسره شوي ده.دواړو لوبغاړو په ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د زمبابوې خلاف د (۶۴) منډو ملګرتیا ترسره کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ