لنکا ډي سیلوا د سريلانکا ښځینه لوبډلې موقت روزونکی وټاکل شو | خبریال

لنکا ډي سیلوا د سريلانکا ښځینه لوبډلې موقت روزونکی وټاکل شو

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ویکټ ساتوونکی لوبغاړی لنکا ډي سیلوا د پخواني روزونکي هارشه ډي سیلوا په ځای د سریلانکا ښځينه کرکټ ملي لوبډلې نوی مشر موقت روزونکی وټاکل شو.

ډي سیلوا به في الحال د روان کال تر وروستیو پورې د سریلانکا ښځينه کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وي.

سریلانکا کرکټ بورډ هڅې روانې کړي چې د ښځينه کرکټ لوبډلې لپاره تر یوې اوږدې مودې لپاره یو بل روزونکی پیدا کړي.

لنکا ډي سيلوا لدې وړاندې د سریلانکا کرکټ نوولس کلنې لوبډلې روزونکی هم پاتي شوی دی.

د معلوماتو له مخې سریلانکا کرکټ بورډ د ښځينه کرکټ لوبډلې روزونکی هارشه ډي سيلوا د لرې کولو پریکړه وروسته له هغې کوي،چې د لوبډلې په کارکردګیو کې يې کوم نوي تغیرات ندي رامنځ ته کړي.

د یادونې وړ ده چې د هارشه ډي سيلوا په روزنه کې سریلانکا ښځينه کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۹ کال کې،ټولې ۱۹ سيالۍ ترسره کړي وې چې یوازې یوه سيالي  یې له بنګله دېش څخه پکې ګټلي وه او نورې ټولې واړه یې بایللي وې.

د نوي روزونکي په ټاکل کیدو سره داسې تمه ده،چې په لوبډله کې به د نوي سيستمونو په رامنځ ته کولو سره به یوې نوي لوبډله تشکیل کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ