چهال له دهنشري ورمه سره واده اعلان وکړ! | خبریال

چهال له دهنشري ورمه سره واده اعلان وکړ!

د هند کرکټ ملي لوبډلې او همداشان د رویلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې لیګ سپنر ورو توپ اچونکي یوزویندرا چهال په ناڅاپي توګه له هنشري ورمه سره د واده یا کوژدې اعلان وکړ.

نوموړي د هنشري سره د واده اعلان پخپله ټولنیزه رسنۍ انسټګرام باندې ورکړی دی.

 نوموړي د هنشري سره یو تصویر هم پوسټ کړئ دی او په هغې  کې دواړه خوشحاله ښکاري.

نوموړي د تصویر ترڅنګ دا هم لیکلي: ((مونږ د کورنۍ سره یو ځای،ورته هو وویل!))

چهال لدې وړاندې د (لاک ډاون) پر مهال په ځينو ورکشاپونو کې له هغې سره یو ځای لیدل شوی دی.داسې ښکاري چې نوموړی تر ډيره وخته له نوموړې سره له ملګرتیا لري.

دهنشري ورمه د یوې ښې نڅا کوونکي ترڅنګ،یوه ډاګټره هم ده او اکثره وخت په یوټيوب چېنل کې هم فعاله وي.

 د چهال د واده اعلان سره سم،په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي مینه والو،کرکټرانو او ملګرو هغه ته د کوژدې مبارکي وړاندې کړي ده او نوموړي ته یې د یوه ښه ژوند هیله ښودلي ده.

ټاکل شوي چې یوزویندرا چهال به په ۱۳م پړاو سيالیو کې هم بنګلور لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

ټاکل شوي چې نوموړی به په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه د اګسټ په ۲۷مه نېټه د اماراتو په لوري روان شي او هلته به د قرنطین مودې تیرولو وروسته د خپلې لوبډلې غړو سره یو ځای شي.

 سږ کال ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالۍ به د هند پر ځای اماراتو هیواد کې ترسره شي.دا سيالۍ به د سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه پیل چې د نومبر تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ