د راجستان لپاره مهمه بريا. | خبریال

د راجستان لپاره مهمه بريا.

کریکبال وېبپاڼه/ د راجستان رایلز لومړې بریا د ډيلي کپټلز لوبډلي څخه تيره لوبه وګټله.

د هندوستان روانو تجاراتې لوبو یا آی پی ایل کې راجستان رایلز لوبډلې خپله لومړې بریا ثبت کړه .

د آی پي ایل اوومه لوبه د راجستان رایلز او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ تر سره شوه.

یاده لوبه کې راجستان لوبډلې د ټاس په کټلو سره خپله توپ وهونه غوره کړه او ډیلي لوبډلي ته يي توپ اچونه ترسره کړه.

د راجستان لوبډلې د یوسلو اوو څلویښت منډې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړه. او راجستان رایلز لوبډلې ته يي د یو سلو اته څلویښت منډو هدف ورکړ.

د راجستان لپاره په توپ وهونه کې لوبډلمشر ریشاپ پينټ یو پنځوس منډې جوړې کړي. او ټام کورن یوویشت منډې جوړي کړې.

د راجستان لپاره په توپ اچونه کې جایدوف درې ویکټې او مستفض الرحمن دوه ویکټې واخيستې.

ډیلي لوبډلې د یاد هدف لاسته راوړلو کې پاتې راغلې او لوبه راجستان لوبډلې په درې ویکټو وکټله.

د ډیلي لپاره په توپ وهونه کې ډیويډ میلر دوه شپیته او کریس موریس شپږ دیرش منډې جوړې کړې.

د ډیلي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې اویش خان دري ويکټې ترلاسه کړې. او همدارنګه کیرس ووکس او کیشو راباډا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

راجستان ډیلي ته په دري ویکټو ماتې ورکړه. همدارنګه دواړه لوبډلې په دوه ویشت لوبو کې سره مخ شوي دي، چي یولس ډیلي او یولس راجستان کټلي دي.

همدارنګه د یادي لوبې غوره لوبغاړې جایدوف اونادکت وپيژندل شو، هغه په څلورو اورونو کې د پنځلس منډو په ورکولو سره دري ویکټې یي ترلاسه کړې.

د ياد ليګ په دوام نن د اپریل په شپاړسمه نيټه چیناي سوپر کینګز لوبډله د پنجاب پر وړاندې د ليګ اتمه لوبه کې سره مخ ده.

ياده لوبه د افغانستان مهال ماښام شپږ بجي ترسره کیږې.

د راجستان رويالز لوبډله د د هندوستان سوداګريز ليګ يو له پياوړو لوبډلو څخه ده چې د نړۍ د مختلفو هيوادونو پياوړې لوبغاړي ورسره لوبيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ