أيا پوهیږې د هند کرکت بورډ ګرانبیه لوبغاړې څوک دي؟ | خبریال

أيا پوهیږې د هند کرکت بورډ ګرانبیه لوبغاړې څوک دي؟

کریبکال وېبپاڼه / أيا پوهیږې د هند کرکت بورډ ګرانبیه لوبغاړې څوک دي؟

دهند کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو سره نوي قرارداد مغلومات خپاره کړې.

دهند کرکټ بورډ هر کال د خپلو لوبغاړو سره قرارداد کوې، چې سږکال يي هم د تیر په څیر لوبغاړو سره قراردادونه کړې. او مغلومات يي خپاره کړې.

د هند کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو سره په څلورو کټګوریو کې قرارداد کړی، چې له کروړه څخه نیولې بیا تر یو کروړه هندې روپیو پورې ورکوي.

یاد قرارداد د دوه زره شل کال د اکتوبر څخه تر دوه زره یوشت کال سپتمبر پورې دی. په یاد قرارداد کې منیش پانډی او کیدر جادوف نه دی شامل.

خو د شوبمن ګیل اکشر پټیل او محمد سراج سره بیا تازه ده دې کال لپاره قراردادونه شوي دي.

په ای پلس کټګورۍ کې ویراټ کوهلي،روهیت شرما،او چسپريټ بومبرا شامل دي. چي اووه کروړه یا اویا میلونه هندي روپۍ د کال ورکول کيږي.

په بله کټګورۍ یعني اې کټګورۍ کې ار اشوین ،رویندرا جډیجا ،چیتیشور پجاره، شیکر دهون،اجینکی ریهانی،محمد شامي،لوکیش راهول،ایشانټ شرما،هاردیک پانډیا، او ریشپ پانټ شامل دي چې پنځه کروړه یا پنځوس میلونه هندي روپۍ ورکول کیږي.

 

همدارنګه په بي کټګورۍ کې بو ینشور کمار ، امیش یادو ،ورید ساها،شردل ټاکر او ماینک اګروال دي، چې دري کروړه یا دیرش میلونه هندي روپۍ ورکول کیږي.

په دریمه کټګورۍ یا سي کې چې یو کروړه یا لس میلونه روپۍ د کال ورکوي لاندې لوبغاړې پکې شامل دې. کلدیف یادو، نودیپ سیني، دیپک چاهار، شوبمن ګیل ،اکشر پټیل،هنوما ویهاري،

شریاس ایر،واشنګتن سندر ،یوژینداره چاهل ،او محمد سراج شامل دي.

د هند کرکټ لوبغاړې د نړۍ په کچه پياوړې لوبغاړې دي چې د هند کرکټ بورډ هم د خپلو لوبغاړو د غوره والې لپاره هر وخت په عالی کچه هلي ځلي کوي، د هندې لوبغاړو غوره کارکردګې د هندوستان لپاره د بې شميره برياليو سبب هم شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ