د پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلمشرې د ژوند نوی پړاو پرانيست | خبریال

د پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلمشرې د ژوند نوی پړاو پرانيست

کريکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشره بسمه معروف د کرکټ ترڅنګ د ژوند نوې پړاو ته داخليه شوه.

د پاکستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشره بسمه معروف په خپل ټويټر پاڼه کې د هغه د مور کيدو خبر ورکوي.

هغه په دې اړه په خپل ټويټر پاڼه ليکلي- ( زه په ډيري خوشحالۍ سره خبر ورکوم چې د خپل ژوند په کتاب کې مې يو نوی پړاو پرانيست او ډيره خوشحاله يم چې د ماشوم څښتنه او يوه مور شوم،

زه د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي ته د برياوو غوښتوونکې يم، زما څو مياشتي کيږي چې د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي څخه په ځاني توګه د مور کيدني لپاره رخصت يم،

زه د خپلو ټولو مينوالو او ملاتړو څخه غواړم چې زما لپاره دعاوي وکړي او لکه د تل په شان زما ملاتړ وکړي،

د يو څه وخت وروسته به بيرته خپل کرکټ ته مخه وکړم ځکه چې د ماشوم پالنه او روزنه هم اوس زما دنده شوه او بايد چې زه ورته جدې پاملرنه وکړم،

مور کيدنه د هرې ښځې يوه هيله وي او زه اوس دغې هيلې ته رسيدلي يم نو بايد چې د خپلې هيلې څخه په سمه توګه پاملرنه وکړم زه به په لنډ وخت کې بيرته خپل کرکټ ته ستنه شم او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي سره به يوځای شم، بسمه معروف د پاکستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشره!).د پاکستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشره بسمه معروف د ۱۹۹۱ز کال د جولای په ۱۸ نيټه د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې زيږيدلي ده چې اوسمهال ۲۹ کلنه ده.

بسمه معروف د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لپاره ۱۰۵ يو ورځينۍ او ۱۰۳ شل اوريزه لوبي لوبولې دي.

د کرکټ په نړۍ کې د ښځينه لوبغاړو لپاره ځانګړې اوصول او قوانين موجود وي.

هر کله چې کومه لوبغاړې حامله شي په دغه وخت کې ورته ځانګړی رخصت د هغه د کرکټ بورډ لخوا ورکول کيږي.

همدارنګه د حمل څخه وروسته چې کله يې ۹ مياشتي پوره شي او ماشوم وزيږوي په دغه صورت کې هم د ماشوم د پالنې او پاملرنې لپاره ورته هم ځانګړی رخصت ورکول کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ