د هندوستان غوره لیګ کې ترټولو کم هدف. | خبریال

د هندوستان غوره لیګ کې ترټولو کم هدف.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل کې په اتمه لوبه کې پنجاب لوبډله د چیناې سوپر کینګز سره مخ شوه.

د چینای سوپر کینګز لوبډلې د ټاس په کټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه.او د پنجاب لوبډلې ته يي د توپ وهوني بلنه ورکړه.

پنجاب لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو ویکټو د لاسه ورکولو سره د شاه رخان د اووه څلویښت منډو په مرسته یو سلو شپږ منډې ترلاسه کړې . او چینای لوبډلې ته يي د یوسلو اوو منډو هدف ورکړ.

چینای لوبډلې ته په توپ اچونه کې ډیپک چهره ښه توپ اچونه وکړه. نوموړې په څلورو اورونو دیارلس منډې ورکړې او څلور ویکټي یي واخیستې .

 

د چینای لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره په ١٦اورو کې یاد هدف پوره کړ. او پنجاب لوبډلې ته يي په شپږو ویکټو او شپږویشت توپونو ماتې ورکړه .

د چینای لپاره په توپ وهونه کې معین علې شپږ څلویښت او فیف ډیفليسې شپږ دیرش منډې ترلاسه او خپله لوبډله يي تر بري ورسوله.

د لوبې غوره لوبغاړې ډیپګ چهر وټاکل شو.

همدارنګه په یاده لوبه کې د هندوستان غوره لیګ ترټولو کم هدف هم وټاکل شوو.

یاد هدف د آی پي یل په تاریخ کې یولسم ټیټ هدف وه.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي یل کې تر دې دمه یولس ټيټ هدفونه ټاکل شوې دي.

لومړې. په دوه زره اولس کال کې د بنګلور لوبډلې د دهندوستان غوره لیګ کې ترټول ټیټ هدف ټاکلې و. یاد هدف یي د کلکتې لوبډلې پر وړاندې ټاکل شوی و . چې نهه څلویښت منډې وي او کلکتې لوبډلې یاد هدف پوره کړ.

دوهم ټیټ هدف په ٢٠٠٩ کال کې راجستان لوبډلې بنګلور ته ٥٨ منډې هدف ورکړې و.

دریم ټیټ هدف ډیلې لوبډلې ممبیی لوبډلې ته په ٢٠١٧ کال کې ٦٦ منډې هدف ورکړی و.

څلورم کم هدف ډیلې لوبډلې پنجاب لوبډلې ته په ٢٠١٧ کال کې ٦٧ منډې هدف ورکړې و.

پنځم ټیټ هدف. په ٢٠٠٨ کال کې کلکتی لوبډلې د ممبیی پر وړاندې ٦٧ منډې هدف ورکړې و .

شپږم ټيټ هدف. بنګلور لوبډلې د چینای لوبډلې پر وړاندې ٧٠ منډې هدف ورکړې و، یاد هدف په ٢٠١٩ کال کې و.

اووم ټیټ هدف: په ٢٠١٤ کال کې بنګلور لوبډلې راجستان ته ٧٠ منډې هدف ورکړې و .

اتم ټیټ هدف : په ٢٠١٧ کال کې پنجاب لوبډلې د رایزینګ پونه سوپر جاینټس پر وړاندې لوبه کې دري اویا منډې کړي وي.

نهم ټيټ هدف: کوچي ټوسکرز لوبډلې د ډکن چارجز پر وړاندې په ٢٠١١ کال کې څلور اویا منډې کړې وي.

لسم ټیټ هدف: په ٢٠١٣ کې چینای سوپر کینګز لوبډلې د ممبیی انډیز پر وړاندې لوبه کې نهه اویا منډې هدف ایښي و.

یولسم ټيټ هدف : په ٢٠٢١ کال د اپریل په ١٦ نيټه پنجاب لوبډلې د چینای سوپر کینګز لوبډلې پر وړاندې ترسره کړ چې یو سلو اووه منډې هدف ورکړی وه.

همدارنګه په یاد لیګ کې نهمه لوبه د شنبې په ماښام د حیدراباد او ممبیی انډیز ترمنځ ده. یادې لوبې دافغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې شروع کيږې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ