نن به سنرایز ته کوم افغان لوبغاړي ولوبیږي | خبریال

نن به سنرایز ته کوم افغان لوبغاړي ولوبیږي

کریکبال ویبپاڼه/ تمه ده چې نن د دوه لوبو بایلوونکې او د دوه نه د یوې لوبې بایلوونکې او د یوې ګټوونکې لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووزي.

نن به سنرایز د ممبيي انډینز په وړاندې ولوبیږي ممبيي اندیینز لوبډلې تراوسه ای پي کې له دوه څخه یوه لوبه ګټلې او یوه يې بایللې په ورته مهال سنرایز خپلې دواړې لوبې بایللې.

په دې توپیرونو سره نن دواړې لوبډلې د سیالۍ ډګر کې یو د بل په وړاندې لوبې کوي که څه هم دا لوبه به له چنجلونو ډکه وي خو  بیا به هم سنرایزر د خپلې لومړۍ بریا لپاره زیات تلاش وکړي او کوښښ به وکړي چې دا لوبه وګټي، خو په ورته مهال د ممبيي پیاوړې لوبډله هم  باید له پآمه و نه غورځول سي ځکه داهغه لوبډله ده چې د ای پي ایل ترټولو ډیر کفونه يې په خپل نوم ګټلي دي.

بیاهم د افغان لوبغاړو په وړاندې چلنجونه موجود دي راشد پر خپل ځای هر وخت ښه لوبه کړې پاتي سوه مجیب او محمد نبي د دوی دوو په هکله لاهم مالومات نسته چې ننۍ لوبه کې څومره امکان لري چې واخیستل سي.

ښايي سنرایز ننۍ لوبې ته خپل سکواډ بدل کړی وي او نن نو د سپینرانو د لوبید لو مو قع کې ښايي محمد نبي او یاهم مجیب د لوبې یوه برخه و اوسي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ