د هندوستان کرکټ حيرانوونکي رازونه دلته وپيژنئ | خبریال

د هندوستان کرکټ حيرانوونکي رازونه دلته وپيژنئ

کريکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډله چې د کرکټ په ټولو ډګرونو ( شل اوريزه لوبې​، يو ورځينۍ لوبې، ټيسټ لوبې) کې د نړۍ په کچه يوه پياوړې لوبډله ده.

همدارنګه هند د ټيسټ کرکټ کې هم د لسيزو راهيسې ستر ريکارډونه لري.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه ۹ لسيزې مخکې په ۱۹۳۲ز کال کې ترسره کړي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي د تيرو ۹ لسيزو راهيسې ۵۴۶ ټيسټ لوبې هم ترسره کړي.

چې له دې شميري څخه يې په لوړه کچه ۳۰۱ ټيسټ لوبې ګټلي هم دي.

راځئ د هند پياوړې لوبډلي د ټيسټ لوبو د يوڅو پياړو لوبغاړو په ژوند او کرکټ هم لږه رڼا واچوو.

سونيل ګواسکار، سونيل ګواسکار د هند ټيسټ لوبو يو له غوره لوبغاړو څخه دی چې د هند کرکټ لوبډلي لپاره په ټيسټ لوبو کې ۱۰۱۲۲ ډيري منډې ترسره کړي دي.

سونيل ګواسکار د هند کرکټ په تاريخ ترټولو ډيري منډې ۷۷۴ دي او د ۱۵۴.۸۰ اوريچ ( په هره لوبه کې يې د منډو سلنه ۱۵۴.۸۰).

سونيل ګواسکار د ټيسټ لوبو پياوړې لوبغاړې په ۱۹۸۷ز کال کې د ټيسټ لوبو څخه استعفا وکړه.

د سونيل ګواسکار وروسته د هند ټيسټ لوبو بل پاچا ( غوره او پياوړی لوبغاړی) سچن ټنډولکر وه.

سچن د هر ډول کرکټ يو داسې ځلانده ستوری وه چې د کرکټ په تاريخ يې د توپ وهنې په برخه کې سيال او جوړه نه ليدل کيږي.

سچن ټنډولکر د خپل وخت لپاره د کرکټ مشهوره لوبغاړی وه سچن ټنډولکر د هند کرکټ ملي لوبډلي لپاره ټول فارمټونه ( درې واړو ټيسټ، شل اوريزه، او يو ورځينۍ لوبي لوبولي دي).

د سونيل ګواسکار او سچن ټنډولکر وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلي لپاره په درې واړه فارمټونو کې يو بل غوره او پياوړی لوبغاړی څرګند شو.

دغه پياوړی لوبغاړی ويراټ کوهلي نوميږي چې د کلونو راهيسې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي سره لوبيږي.

ويراټ کوهلي هم د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره د نورو لوبو ترڅنګ د ټيسټ لوبو هم يو ځلانده او پياوړی لوبغاړی دی.

ويراټ کوهلي اوسمهال په ټيسټ لوبو کې پنځم، په يو ورځينۍ لوبو کې دوهم او په شل اوريزه لوبو کې هم ځانګړی مقام له ځان سره لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ