مجيب الرحمن او منيوالو ته يې ښه خبر! | خبریال

مجيب الرحمن او منيوالو ته يې ښه خبر!

کريکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځوان، تاند لوبغاړی او ځيرک توپ اچوونکی مجيب الرحمن بلاخره د ځنډ وروسته د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلي سره خپله لومړنۍ لوبه په خپلي بريا سره پيل کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړې توپ اچوونکي مجيب الرحمن د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د سنرايزر حيدراباد لوبډلي په ګټه خپله لومړنۍ لوبه کې په ۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځولو سره مقابل لورې ته ۲۹ کمې منډي ورکړي.

د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې په ۴ اورونو کې ۲۹ منډي ورکول او د دوه لوبغاړو سوځول ډيره اقتصادي او غوره توپ اچونه ده.

دا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځوان لوبغاړې او مينوالو ته يې ډير ښه خبر دی.

ځکه چې دا ډول اقتصادي توپ اچونه د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د مجيب الرحمن لپاره په نورو لوبو کې د لوبيدلو زمينه هم برابروي.

که چيري د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي دغه پياوړی توپ اچوونکی د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې دا ډول په زړه پورې توپ اچونه وکړي نو د مجيب الرحمن په ګټه دی او ورته په نورو لوبو کې د لوبيدلو زمينه هم برابريږي.

د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې لوبغاړي د خپلي غوره کارکردګۍ پرمټ لوبيږي او که چيري لوبغاړي ښه وځليږي بيا ورته په نورو لوبو کې هم چانس ورکول کيږي.

بل پلوه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی توپ اچوونکی د نړۍ په نورو ليګونو لکه بيګ باش، د پاکستان سوداګريز ليګ، د بنګله دېش سوداګريز ليګ، د ويسټ اينډيز سوداګريز ليګونو کې هم لوبيږي او د خپلي غوره توپ اچوونې پرمټ په ټولو ليګونو کې ښه ځليدلی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی توپ اچوونکی مجيب الرحمن د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې په تيرو کلونو کې د کينګز اېليون پنجاب لوبډلي سره لوبيده.

خو د کينګز اېليون پنجاب لوبډلي نه پاملرنه مجيب الرحمن ته ددې لامل شو چې مجيب الرحمن د کينګز اېليون پنجاب لوبډلي څخه جدا او د سنرايزر حيدراباد لوبډلي سره يوځای شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ