ايا افغان لوبغاړي د اې پې ايل غوره توپ اچوونکي کې ځای لري؟ | خبریال

ايا افغان لوبغاړي د اې پې ايل غوره توپ اچوونکي کې ځای لري؟

کریکبال وېبپاڼه / هندوستان تجارتې لیګ نړې ترټولو مهم او غوره لیګ دې په یاد لیګ دې د نړې مهم لوبغاړې لوبیږې.

همدارنګه یاد لیګ نړې په هره برخه کې مینوال لرې اوزیات شمیر خلک يې ګورې.

مونږ درته د هندوستان غوره لیګ هغه لس غوره توپ اچونکې در پیژنو چې یاد لیګ کې يي غوره توپ اچونه کړي ده.

لومړي: د ویسټ انډیز بالر دې چې د هندوستان غوره لیګ کې د ممبیی لوبډلې لپاره د حیدراباد پر وړاندې د دولسو منډو په ورکولو سره شپږ ویکټې ترلاسه کړې وي.

دوهم: د هندوستان غوره لیګ کې دوهم غوره بالينګ د سهیل تنویر دې. چي د شپاړس منډو په ورکولو سره د چینای پروړاندې شپږ ویکټې ترلاسه کړې. یاد غوره بالینګ په کال ٢٠٠٨ کې ترسره شوی.

 

دریم: په آی پي ایل کې دریم غوره توپ اچونه د آدم زمپا دی . چې دي هم شپږ ویکټې په کال ٢٠١٦ کې ترلاسه کړې.

څلورم: څلورم لوبغاړې چي د هندوستان غوره لیګ کې غوره توپ اچونه کړې. هغه انیل کمبیل دې. نوموړې په ٢٠٠٩ کال کې د پنځو لوبغاړو په سوځولو سره غوره توپ اچونه وکړه.

پنځم: لوبغاړې چې په آی پي ایل کې غوره توپ اچونه کړې هغه ایشنټ شرما دې چې په کال ٢٠١١ کې د دولسو منډو په ورکولو سره د پنځو لوبغاړو سوځول دی .

شپږم: د سریلانکا چټک بالر لاسیک ملینګا دي .چې د ممبیی لوبډلې لپاره په ٢٠١١ کال کې دهندوستان غوره لیګ کې د دیارلس منډو په ورکولو سره د پنځو لوبغاړو سوځول و.

اووم: انکیت راچپوت دې. چي د پنجاب لوبډلې لپاره په کال دوه زره اتلس کې د حیدر اباد پر وړاندې د څوارلس منډو په ورکولو سره د پنځو ویکټې ترلاسه کړې وي.

اتم: جیمز بالکنر نوموړې په دوه زره دیارلس کال کې د شپاړس منډو ورکولو سره د پنځه ویکټې اخیستې وي.

نهم: نهم لوبغاړې چې د هندوستان غوره لیګ کې غوره توپ اچونه کړې هغه رویندره جدیجا دې چي په دوه زره دولس کال کې د شپاړس منډو په ورکولو سره د پنځو ویکټو اخیستلو سره غوره توپ اچونه کړې ده.

لسم: وروستې یا لسم لوبغاړې چې د هندوستان غوره لیګ کې غوره توپ اچونه ترسره کړي. هغه امیت شرما دي نوموړې په دوه زره اتم کال کې د اووه لسو منډو په ورکولو سره څلور ويکټې ترلاسه کړې وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ