ولې د افغان لوبغاړو اړوند حيدراباد لوبډله پرله پسې ماتو سره مخ ده؟ | خبریال

ولې د افغان لوبغاړو اړوند حيدراباد لوبډله پرله پسې ماتو سره مخ ده؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د افغان لوبغاړو اړوند سنرايزر حيداباد لوبډله پرله پسې ماتې خوري علت يې څه دی؟

ولې د افغان لوبغاړو اړوند حيدراباد لوبډله پرله پسې ماتو سره مخ ده؟

د سنرايرز حيدراباد لوبډلي د ماتو علت يو دا هم کيدی شي چې د لوبو لپاره په غوره پلان کار نکوي.

د ورزش په ډګر د هرې لوبې لپاره دا يو اصل دی چې حتمن يوه لوبډله به يې ګټي او بله به يي بايلې خو د پرله پسې ماتو خوړول د يوې لوبډلي لپاره د هغه لوبډلي په کمزورې پلان دلالت کوي.

همدارنګه هر لوبډله د لوبې ميدان ته تر ښکته کيدو مخکې د لوبې د ګټلو لپاره په پلان کار کوي.

داسې يو پلان چې لوبډله بريا ته ورسوي او د لوبغاړو زحمتونه نتيجه ورکړي.

د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د سنرايزر حيدراباد لوبډله د پياوړو لوبډلو څخه شميرل کيږي چې د نړۍ د پياوړو لوبډلو پياوړې لوبغاړي ورسره لوبيږي.

د لوبې په ميدان کې د سنرايرز حيدراباد لوبډلي يوه نيمګړتيا دا هم ده چې لکه د تيرو کلونو په شان لوبغاړي په په پرله پسې لوبو کې نه لوبوي، او د لوبغاړو په سکواډ کې په هره لوبه کې بدلون راولي.

د لوبو په جريان کې د لوبغاړو بدلون هم د لوبغاړو په کارکردګۍ بده اغيز کوي او لوبغاړي خپل مورال دلاسه ورکوي.

سنرايزر حيدراباد لوبډلي د ۲۰۲۱ز کال د هندوستان د سوداګريز ليګ يا اې پې ايل په روانو سيالیو کې ۳ لوبي کړي دي خو، ۳ واړه لوبي يې بايللي دي.

ځکه چې سنرايزر حيدراباد لوبډلي د اې پې ايل په راونو سياليو کې په ۳ واړه لوبو کې د لوبغاړو په سکواډ کې بې حده بدلون راوستلی دی چې د سنرايرز حيدراباد لوبډلي د پرله پسې ماتو يو ستر علت هم همدا کيدی شي.

د سنرايزر حيدراباد لوبډلي سره د بهرنيو لوبغاړو له درکه د اسټراليايي لوبغاړی ډيويډ وارنر، برتانوي لوبغاړی جانې باېريسټو، نيوزلينډی لوبغاړی کین وېلیمسن، افغانی لوبغاړی راشد خان چې د نړۍ پياوړې لوبغاړي دي ځای لري.

که چيري د حيدراباد لوبډله د نړۍ دغه پياوړو لوبغاړو ته په هره لوبه کې ځای ورکړي نو د حيدراباد لوبډله به برياوو ته مخه وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ