نن په اې پې ايل کې د دوه پياوړو لوبډلو ترمنځ لوبه ده! | خبریال

نن په اې پې ايل کې د دوه پياوړو لوبډلو ترمنځ لوبه ده!

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د روانو سياليو په دوام سره به نن د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډله د کلکته ناېټ راېډرز لوبډلي په وړاندې د لوبي ميدان ته ښکته شي.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي لپاره د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او پياوړی توپ وهوونکی ويراټ کوهلي او د کلکته ناېټ لوبډلي لپاره د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړی اېون مورګن لوبډلمشرې کوي.

د لوبي د ګټلو او بايللو فيصله به همغه وخت کوي خو، د رويال چيلجنرز لوبډلي او لوبو ته په کتو سره ويلي شو چې د رويال چلنجرز بنګلور لوبډله د لوبې ګټلو ډير چانس لري.

د رويال چلنجرز بنګلور لوبډلي د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل په روانو سياليو کې ۲ لوبي ترسره کړي دي او په لوبغاړو د غوره کارکرګۍ او لوبي په نتيجه کې په دې توانيدلي ده چې دواړه لوبي وګټي.

د رويال چلنجرز لوبډلي لپاره په لوبډله کې نن لپاره دغه لوبغاړې غوره شوي دي (ويراټ کوهلي “لوبډلمشر” ، فين الېن، سرېکر باراټ، يزوېندرا چهال، ډین کرېسټن، ای بې ډې وېلیرز، پاون ډېشپانډ، کیلې جيمسن، ګلېن مکسزوېل، محمد اظهر الدين).

بلخوا د کلکتي لوبډله هم پياوړې لوبډله ده او پياوړې لوبغاړې د ځان سره لري د کلکتي لوبډلي هم د هندوستان غوره ليګ يا د اې پې ايل د روانو سياليو په دوام کې دوه لوبي ترسره کړي چې يوه لوبه يې ګټلي او بله يې بايللي ده.

د کلکتي لوبډلي هم د نننۍ لوبي لپاره غوره لوبغاړې غوره کړي چې عبارت دي له ( اېون مورګن “لوبډلمشر”، واېبف ارورا، پټ کېومينس، بين کټينګ، لوکې فېرګوسن، کولډيف يادف، هربجن سينګ، وېنټکش اير، ګورکيرات سينګ من، شيلډن جکسن).

بايد چې هيڅ يوې لوبډلي په کم يا کمزورې نظر ونه کتل او د لوبي د ګټلو او يا هم  لوبي د بايللو پريکړه به هغه وخت کوي چې کومه لوبډله به په دې وتوانيږي چې بريا خپله او کوم لوبغاړې به په دې توانيږي چې خپله لوبډله تر بريال ورسوي.

د هندوستان د سوداګريز ليګ يا اې پې ايل مخکې د بنګلور لوډلمشر ويراټ کوهلي ويلي وه چې سږکال ډير کوښښ کوي ترڅو اې پې ايل د خپلي لوبډلي په نوم کړي او دغه ستر ليګ وګټي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ