پاکستان يوځل بيا د زمبابوي په وړاندې! | خبریال

پاکستان يوځل بيا د زمبابوي په وړاندې!

کریکبال وېبپاڼه / پاکستان کرکټ ملې لوبډله د زمبابوې پر وړاندې. ټاکل شوې چې پاکستان کرکټ ملې لوبډله روان کال د اپریل په میاشت کې لوبلړي ترسره شې.

یادی لوبلړې کې لومړې شل اوریزه د راتلونکې شنبې په ورځ د اپریل په یوویشتمه نيټه ترسره کوي. یاده لوبه په هراری لوبغالې کې ترسره کیږې.

دوهمه شل اوریزه لوبه یي د اپریل د میاشتې په درویشتمه نيټه ترسره شې او وروستې شل اوریزه لوبه به د اپریل د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه ترسره کوي.

همدارنګه یادو لوبو ته دواړو لوبډلو د لوبغاړو نوملړونه هم اغلان کړې.

د پاکستان لپاره په شل اوریزه لوبه کې ګفتان بابر اعظم،شاداب خان،شرجیل خان،محمد حفیظ ،حیدر علی ،دانش عزیز، اصف علی ، محمد نواز، فهیم اشرف،محمد وسیم ،محمد رضوان،سرفراز خان،شاهین افریدی،خارث راوف،محمد حسنین،حسن علی،ارشاد اقبال،او عثمان قدیر شامل دي.

د زمبابوي لوبډله

شاین ویلمسن لوبډلمشر،ریان بورل،ریګس چکابوا،ټناک چیوانکا،کریک ایرواین ،لوک جانګوی،ټیناشی کامون، ویسلي مډیور،ټاډیوانش مروماني،ویلنګټن مسکډزا،ټیپوا موفوډزا،بلیسنګ موزربانی،ریچارد نګراوا،برینډن ټایلر،او ډونالډ ټریپانو شامل دي.

همدارنګه د پاکستان او زمبابوي پر وړاندې دټیسټ لوبو لړې هم د اپریل د میاشتې په نهه ویشتمه لومړې ټیسټ لوبه او د می د میاشتې په اوومه نيټه وروستې ټیسټ لوبه ترسره کوي.

همدارنګه د پاکستان لوبډلې د افریقا څخه د لوبلړي په کټلو سره مثبتې نمرې ترلاسه کړې.

که چیري د پاکستان لوبډله د زمبابوي څخه یادي لوبې وکټې نو د پاکستان لوبډله تر دوهم او یا تر لومړي مقام ځان وره سوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال ډيره پياوړې شوي ده او د سويلي افريقا څخه يې د شل اوريزو لوبو لړۍ هم وګټله.

همدارنګه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او پياوړی توپ وهوونکی بابر اعظم هم اوس وخت کې ډير پياوړی شوی او غوره لوبي ترسره کوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او توپ وهوونکی بابر اعظم د کرکټ نړيوالې شو را په تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی چې دا هم د بابر اعظم په پياوړې توپ وهنه او غوره کارکردګۍ دلالت کوي.

بايد له ياده ونه وځي چې د پاکستان پياوړې لوبغاړې بابر اعظم د کرکټ د نړيوالي شورا له لورې د تازه درجه بندۍ لومړې مقام په ترلاسه کولو سره د خپل هندې سيال ويراټ کوهلي څخه مخکې  شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ